د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: ډېر ژر پاکستان ته ځم


برتانیا: د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف په لندن کې خپل دفتر ته ور روان دی. د جولايي ۶مه ۲۰۱۸ز کال
برتانیا: د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف په لندن کې خپل دفتر ته ور روان دی. د جولايي ۶مه ۲۰۱۸ز کال

د پاکستان پخواني وزيراعظم په زغرده خپل وطن ته د تلو پرېکړه کړې ده. نواز شريف ته د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې احتساب عدالت په ايون فيلډ ریفرنس (برتانیا کې د اپارتمانونو مقدمه) کې د لسو کاله د بند سزا اورولې ده.

نوموړي په لندن کې خبري کانفرس پرمهال وويل چې خپل هېواد ته به ډېر ژر ستنېږي او له جيله به خپل جدوجهد کوي.د پخواني وزیر اعظم نواز شریف وینا وه ’چې څنګه یې ناروغه مېرمن لږه په هوش کې راشي نو له هغې سره د سلام دعا پس وطن ته ستنېږم. ‘

نواز شريف وويل چې دا سزا د هېواد ۷۰ کلن تاريخ کې د بدلون راوستو له وجې ورکړل شوې ده. او زیاتوي چې د ووټ عزت لپاره هر ډول قربانۍ ورکولو ته تيار دی. د ووټ عزت لپاره ورته ځولنې (هتکړۍ) لګول کېږي او جيل ته لېږل کېږي.

هغه وويل چې د قانون او ایين مطابق به پر ټولو لارو چارو غور کوي.

د نواز شريف وینا وه چې د ده لور مريم به هم پاکستان ته ځي او انتخاباتي کمپاين به هم چلوي.

د دوی په خبره عدالت د ده يو خواست هم نه دی منظور کړي.

پخواني وزيراعظم وويل چې په ۱۹۹۹ کال کې هم په جېل کې ساتل شوی وو او پرضد یې هريوه حربه استعمال شوې ده.

نوموړي له ولسه غوښتنه وکړه چې په دې جدوجهد کې ورسره مرسته وکړي او دا یې موقع ده.

د هغه وینا وه چې ده ته سزا عدالت نه بلکې له بله ځایه ورکړل شوې ده، نواز شریف ویل څوک چې د ایسټېبلیشمنټ په مټ وزیر اعظم جوړېدل غواړي هغوی ته به ژر پته ولګېږي.

اوړند مطالب

نواز شریف ته لس او مریم نواز ته اووه کاله د بند سزا واورول شوه

پر مسلیم لیګ ن فشار دوام لري

د مقدمو په اړه د نواز شریف شکایت پر ځای دی؟

د نواز شریف لور مریم نواز هم د دغه خبري غونډې پرمهال د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل چې دې ته یوازې د خپل پلار له وجې سزا ورکول کېږي. د دې په وینا نه خو ورسره سرکاري څوکۍ وه او نه واک او اختیار خو جرم یې دا دی چې دا د نواز شریف لور ده.

دا وايي د دې لپاره مبارزه کوي چې دا او بچیان یې په خپل وطن کې بې له وېرې او خوفه ژوند وکړای شي. چېرته چې په هسکه غړۍ خبره وکړای شې.

د مریم نواز وینا وه چې دا وخت په پاکستان کې د ایین او قانون خبره کوله ډېره ګرانه ده. ''دا وايي موږ پوهېدلو چې د څه لپاره ږغ پورته کوو، په دې کې به را ته څوک د ګلونو هارونه نه پرغاړه کوي. خو خبره دا ده چې یوڅوک خو به ږغ اوچتوي نو موږ لومړۍ ډیوه بل کړه.''

XS
SM
MD
LG