د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د ټول ژوند لپاره نااهله کړل شو


د پاکستان سپریم کورټ پخوانی وزیراعظم میا نواز شریف د ټول عمر لپاره د پارلېمان څوکۍ ته نااهله کړی دی.

سپریم کورټ نن/جمعې ورځ په خپله تفصیلي فیصله کې ویلي چې د اساسي قانون له ۶۲م ارټیکل سره سم، نواز شریف نه شي کولای چې ټول عمر د پارلېمان غړی شي.

عدالت په پخپله فيصله کې ويلي دي چې په راتلونکې کې که عدالت یو کس نااهله وګرځوي نو د هغه د تل لپاره د پارلېمان غړی نه شي جوړېدلی.

د دې ترڅنګ سپريم کورټ د تحريک انصاف پخوانی سيکرېټري جنرل جهانګير ترين هم د ګرد ژوند لپاره نااهله وګرځاوه.

سپریم کورټ دا فیصله د فبرورۍ پر ۱۴مه محفوظه کړې وه. د فیصلې تر اعلان وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب وویل، نواز شریف هېڅ درغلي نه ده کړې او د احتساب عدالت هم د مقدمې په اورېدنه کې د هغه خلاف هېڅ ثبوت نه دی موندلی.

'په نیب عدالت کې واجد ضیا دا ویلي، داسې هیڅ دستاویز نه شته چې ګواکې نواز شریف دې له خپله زویه تنخا اخیستې وي.'

دې زیاته کړه چې سپریم کورټ د یوې نیمګړې مقدمې په اړه پرېکړه کړې او د ولس ټاکلی وزیراعظم یې نااهله کړی دی او لا یې هم عدالتي کاروايي روانه ده.

XS
SM
MD
LG