د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سږکال زرګونه افغان ګډوال هېواد ته ستانه شوي'


له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل.
له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل.

د کډوالو نړیوال سازمان ( ای او ایم) وايي، د روان کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې تر اوسه افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمیر څه باندې درې نیمو لاکو ته رسیدلی دی.

دې ادارې سېشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې کډوالو کې زیات شمیر د هغو دي چې له ایرانه ایستل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په تیرو شپږو میاشتو کې له پاکستانه افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمیر ۱۷زره یاد کړی دی چې د IOM د راپور په بنسټ ټول بې اسنادو کډوال وو.

اټکل کېږي چې دا مهال تر دوو میلیونو زیات افغانان په پاکستان کې ژوند کوي.

پاکستان تیره اونۍ په دې هېواد کې د درې نورو میاشتو لپاره د افغان کډوالو اوسیدل وغځول.

په ایران کې هم تر یو نیم میلیون زیات افغان کډوال ژوند کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG