د ازربایجان چارواکي وايي، د هېواد د دویم لوی ښار ګاجکه کې انتظامي مشر المار والییف او د هغه ساتونکي په یو برید کې زخمیان شوي دي.
المار والییف او ساتونکي یې د سېشنبې په ورځ د هغه د دفتر مخې ته په ډزو زخمیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
چارواکي وايي، د دواړو حالت د اطمینان وړ دی.
د پېښې په تړوا یو مشکوکه تن نیول شوی چې پری د قصدا وژنې او غیر قانوني وسلو اخیستو جرم پرې لګیدلې دی.
د ازربایجان حکومتي څارنوال او د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د پېښې پلټنو لپاره یې یوه شریکه ډله جوړه کړې ده.
تر اوسه د برید د هدف په اړه څه مالومات مخې ته نه دې راغلي.