د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم ځینې غړي له فیصله سازې کمېټۍ بهر ساتلي


د پښتون تحفظ موومېنټ مشر منظور پښتین په لاهور کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي
د پښتون تحفظ موومېنټ مشر منظور پښتین په لاهور کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي

د پښتون تحفظ موومېنټ وايي چې د غورځنګ له فیصله سازې کمېټۍ يې خپل هغه مشران بهر ساتلي دي چې د جولايي ۲۵مه په ټولټاکنو کې برخه اخليخو زیاتوي چې له تحريکه یې نه دي اېستلي.

د پاکستان ځينو مطبوعاتو په یکشنبه داسې خبر خپور کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشران له غورځنګه او د غورځنګ له فيصله سازې کمېټۍ څخه اېستل شوي دي.

په دې کې د محسن داوړ، علي وزير، عبدالله ننګيال او عصمت شاه جهان په ګډون اته کسان شامل دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر
د پي ټي اېم مشر منظور پښتین، محسن داوړ او علي وزیر

دوی ټول د جولايي پر ۲۵ مه کېدونکيو انتخاباتو کې په محتلفو حلقو باندې کانديدان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د دوشنبې پر مازيګر مشال راډیو ته وويل چې په انتخاباتو کې ولاړ ملګري يې د ټاکنو تر سرته رسېدو پورې د تحريک له فیصله سازې کمېټۍ دباندې ساتلي دي.

هغه زياته کړه چې دغه کسان يې له غورځنګ نه دي اېستلي بلکې دوی د تحريک برخه وو او په راتلونکې کې به هم وي.

نوموړي زياته کړه چې دغو کسانو د بهر ساتلو فيصله يې ځکه کړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ يو پارلېماني نه بلکې قامي تحريک دی نو ځکه نه څوک کانديدوي او نه هم ورله انتخاباتي نښه غواړي.

د سږکال فبرورۍ په مياشت کې په اسلام اباد کې تر لس ورځني پرلتوروسته پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان او بهر هېوادونو کې مېښتو زياترو پښتنو کې شهرت موندلی وو.

غورځنګ په کوټه، پېښور، سوات، لاهور او کراچۍ لويې لويې غونډې کړې وې چې پکې د پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې پر پالیسي يې سختې نيوکې کړې وې.

د پښتين جادو
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

دوی غوښتنه کوي چې په قبايلي سيمو کې دې ماينونه پاک کړل شي، په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقيب مسود په وژنه کې ککړ پوليس افسر راو انور ته دې سزا ورکړل شي، پر امنيتي پوستو دې خلک نه تنګول کېږي او لادرکه کړل شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

د دوی د دې غوښتنو لپاره حکومت يوه جرګه جوړه کړې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره ځينې ليدنې هم شوې خو لا يې هم څه خاص نتيجه نه ده ورکړې.

نور ولولئ

د پي ټي اېم او پښتونخوا معپ بندیان له اډیالې زندانه خوشې شول

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي څوک دي؟

XS
SM
MD
LG