د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتین: پښتانه به خپلې خاورې ته امن راوړي


د چارشبنې غرمه د خیبر اېجنسۍ په جمرود شاکڅ کې د قامي اسمبلی غړي شاه جي ګل اپرېدي په حجره کې د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پښتین له یوې قومي جرګې سره ولیدل او دې جرګې ته د پښتون قومي جرګه نوم ورکړل شوی وو.

جرګې ته د خپلې وینا په وخت شاه جي ګل اپرېدي وویل، یوه کمیټي جوړول غواړي چې په دې کې به د خیبر پښتونخوا او قبایلي پارلېمنټرین او د هرې اېجنسۍ دوه دوه مشران غړي شامل وي او د پښتون تحفظ مومنټ او حکومت ترمنځ به مذاکرات کوي.

دې غونډې ته د وینا په وخت منظور پښتین وویل چې دوی د دغې جرګې هرکلی او ستاینه کوي او مذاکراتو ته تیار دي.

نوموړی وویل، خپلې خاورې ته امن راوړل د پښتنو بچو کار دی، همدوی به یې راوړي د بلچا کار نه دی. نوموړي وویل یو څوک چې ناروا (ناجایز) کوي، ویره و نه لري نو هغه به کله ناجایز کار بند نه کړي. دی زیاتوي دلته د پښتنو پر خاوره دومره ظلم شوی چې بل ځای یې مثال نه لیدل کېږي.

ښاغلي پښتین وویل دا د پښتنو پاڅون وو چې نن نړۍ بیا پر پښتنو خبرې کوي او له دې سره پښتانه په خپلځان خبر شول. هغه وویل دا د پښتنو د اتفاق او اتحاد برکت وو نه د بلچا ښه سړیتوب.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له عدالته د خلکو لیرې ساتل او نیول غیر اییني ګام وباله او غوښتنه یې وکړه چې ټول ورک کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

نوموړي پر امنیتي پوستو له پښتون ولس سره د سم چلند غوښتنه بیا تکرار کړه.

ښاغلي پښتین په خپله وینا کې وویل، چې د پښتنو خاورې ته د تلپاتې امن ضرورت دی.

دغه جرګه په داسې کې رابلل شوې چې د سېشنبې په ورځ د پیښور کور کمانډر لېفټیننټ جنرل نذير احمد بټ ویلي وو چې د پښتون تحفظ مومنټ غوښتنې جایزې دي او له دوی سره به خبرې اترې پيلوي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG