د لاسرسي ځای

تازه خبر

خورشید شاه: د منظور پښتین غوښتنې دې له پامه نه غورځول کېږي


په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر سيد خورشيد احمد شاه په سوات کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې دوی فاټا په خيبر پښتونخوا کې شاملولو کې له وفاقي حکومت سره مرستې ته تيار دي. نوموړي وویل چې پښتنو د پاکستان لپاره زښته ډېرې سرښندنې کړې او دولت دې د منظور پښتون غوښتنې له پامه نه غورځوي.

خورشید شاه خبرې غونډې ته وویل، پاکستان پيپلز پارټۍ، فاټا په خيبر پښتونخوا کې د شاملولو څرګنده تګلاره لري او ګوند یې په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د قانون منظورولو لپاره له واکمن ګوند سره هر ډول مرستې ته تیار دی.

د اپوزیشن مشر زیاته کړه چې ''د دوو ګوندونو (جمعیت علمای اسلام او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ) پرته ډېری پارټیانې د فاټا په اړه ښکاره دریځ لري چې له خیبر پښتونخوا سره دې یې یوځای کړي خو حکومت د دغه دوو ګوندونو له وجې قانون سازي بلې ورځې ته وغځوله. حکومت يو اړخ ته د فاټا ولس ته وایي چې له تاسو سره يو او بلخوا وايي چې اوس وخت نه شته، او موږ څه وکړو؟''

خورشيد شاه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د غوښتنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پښتنو د پاکستان لپاره یو ستر کردار ترسره کړی دی، او په دې کې د فاټا ولس هم لویه ونډه ده خو زموږ دولت په اويا کالونو کې ورته د مکمل پاکستاني ښاري حيثيت هم ور نه کړ. د پښتنو په سرښندنو پاکستان مضبوط دی، نو موږ ته احساس کول پکار دی چې پښتانه، بلوڅان، سنديان يا پنجاب موږ ټول يوشان يو، او پاکستانیان يو، زموږ جذبو او احساساتو ته پام پکار دي، دولت به هله مضبوط وي چې ټولي صوبې مضبوطې وي، هېڅوک هم نظرانداز ول نه دی پکار.

د اپوزیشن مشر خورشيد شاه پر دغه مهال زياته کړه چې دوی په پاکستان کې راتلونکې ټاکنې پر خپل وخت د کولو په تمه دي او که چېرې یې چا هم د ځنډولو هڅه وکړه نو دوی به يې مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG