د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې رای ورکونکي تر لس کروړه زیات دي


د پاکستان ټاکنو کمېسون د راتلونکیو ټولټاکنو لپاره د رایو وروستی نوملړ خپر کړی دی خو د قبایلي ضلعو کاندیدان وايي، چې خپاره شویو لیسټونو کې یې د سیمو رای کارونکیو شمېره سمه نه ده او د سمولو غوښتنه یې کړې.

په اسلام اباد کې د ګل په ورځ الیکشن کمېشن د سږني کال (۲۰۱۸) په جولايي کې د راتلونکیو عامو ټولټاکنو لپاره د رای ورکونکیو حتمي شمېره جاري کړې چې ترمخه به يې په ټول هېواد کې لس کروړه نهه پنځوس لکه پنځه پنځوس زره څلور سوه اووه رای ورکوونکي خپله رایه کارولی شي.

د بیان له مخې په پنجاب کې به شپږ کروړه شپږ لکه اته سوه اته شپېته

په سیند کې ۲ کروړه درویشت لکه یو نوي زره دوه سوه څلور څلوېښت

په بلوچستان کې دوه څلوېښت لکه نهه نوي زره څلور سوه څلور نوي

په خېبر پښتونخوا کې یو کروړ درې‎ پنځوس لکه شپاړس زره دوه سوه نهه نوي او په قبایلي ضلعو کې به ټول پنځویشت لکه لس زره یو سل څلور پنځوس وګړي د رای کارولو جوګه دي.

له قبایلي ضلعو د راتلونکیو ټولټاکنو لپاره ولاړو امېدوارانو مشال راډيو ته ویلي چې د دوی دا شمېره سمه نه ده ځکه چې د دوی په وینا وګړي یې ډېر دي خو د ووټونو شمېره يې په هغه حساب نه ده.

له کورمېد اېن اې پنځه څلوېښت له حلقې امېدوار ملک عبدالکریم عابد وايي، دا الېکشن کمېشن چې کومه د پنځويشت لکو شمېره ښودلې دا بیخې ناسمه ده ځکه چې د قبایلي وګړیو شمېر نېږدې یونیم کروړ دی.

د ده په وینا چې دوی له الیکشن کمېشن سره هم رابطه کړې او که یې غوښتنه يې و نه منل شوه نو احتجاج به کوي.

هم دا شان د شمالي وزیرستان د اته څلوېښتمې حلقې امیدوار ملک غلام خان وزیر مشال راډیو ته وویل چې له الیکشن کمېشنه د رای کاروونکیو لیسټونو او د بې کوره شویو خلکو لپاره د پولینګ سټېشنونو زیاتولو غوښتنه کړې ده. د نوموړي په وینا، د قبایلو د ابادۍ په حساب دې د ووټونو شمېره هم سمه کړي او له دوی سره دې نور دا ظلم بند کړل شي چې سرشمېرنه يې ورله هم سمه نه ده کړې او اوس يې د ووټونو شمېره هم نیمګړې ده.

د الیکشن کمېشن یوه چارواکي مشال راډيو ته وویل، د شناختي کارډونو د قامې ادارې په مرسته یې فهرست جوړ کړي دي او بیا يې د سږ کال د مارچ او اپرېل په میاشت کې په هره سیمه کې ډسپلې مرکزونه جوړ کړي وو او خلکو ته يې ويلي وو که چا ته د خپل ووټ په اړه شکایت وي او یا د رای کارولو سیمه بدلول غواړي نو له دوی سره دې رابطه وکړي.

نور ولولئ

'انتخابي کمپاین کې مسلیم لیګ ن ته خنډونه جوړېږي'

ځینې سیاستوالان ولې پر ګڼو حلقو ولاړ دي؟

پر مسلیم لیګ ن فشار دوام لري

XS
SM
MD
LG