د لاسرسي ځای

تازه خبر

'معذوران خپله رایه په ډاک استولی شي'


تر پاکستانۍ ولکې لاندې کشمیر کې یو معذوره مشره ښځه خپله رایه کاروي.

اسلام آباد کې د نهې په ورځ د پاکستان الیکشن کمېشن له دفتره جاري شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی دا ځل راتلونکیو عامو ټولټاکنو کې د معذورانو د ووټ اچولو لپاره د پوسټل بېلېټ پېپر یا ډاګ په زریعه د رای کارولو بندوبست کړی دی.

او دې لړ کې د جولای د پنځمې نېټې پورې د پاکستان هغه معذوران چې نادرا ورته د معذورۍ کارډ ورکړې وي کولای شي چې دخپلې سیمې ریټرننګ افسر له ورشي او خپله نوم لیکنه وکړي چې د ووټونو په ورځ دا اسانۍ ترلاسه کړي

د پخوانیو قبایلو سیمو او د خېبرپښتونخوا معذوران د الیکشن کمېشن په دې فېصله وايی دا يې ډېر ښه کړي چې د دوی خیال ساتل کېږي خو په سرشمېرنه کې د دوی شمېره مالومه ده نو باید چې د هغې په رڼا کې يې دوی ته نورې اسانۍ ورکړې وې

د کرمې یو معذوره محمد انورشاهمشال راډیو ته وايي دوی په لرو پرتو غریزه سیمو کې وسېږي نو د ډاګ په لار ووټ ورکولو کې به ورته هم مسلې وي

نوموړي زیاته کړه الیکشن کمېشن چې کوم اعلان کړې چې معذوران به د ډاګ په زریعه ووټ اچوي دا ډېره ښه فېصله ده خو دوی ته په دې کې ستونځه داده چې دوی په غریزو سیمو کې وسېږي او نه شي کولای چې ریټرننګ افسر ته ورشي او نوم لیکنه وکړي نو پکار ده چې الیکشن کمېشن ورته خپله نمایندګان کورونو ته ورولېږي او د ډاګ په زریعه ورته د ووټونو اچولو زمینه برابر کړي ،،

هم دا شان د شبقدر مومندو یو معذوره شاه جهان سپېشلپه دې اړه مشال راډیو ته وویل حکومت خو دوی ته سپېشل وايي نو باید چې بیا سلوک هم هغه شان ورسره وکړي او د ووټونو په اچولو کې ورته نورې اسانۍ ورکړي ځکه چې د دوی زړه هم غواړي چې ووټونه واچوي او هغه چاته ووټ ورکړي چې د دوی په ښېګړه کوي ،،،

د ضلع مردان د شېر ګړ یو معذوره ګل خان نومې تن مشال راډیو ته وویل پکار ده چې په دغه ورځ سرکار پخپله یا امیدواران ګاډی راولي او دوي پولنګ سټېشن ته ورسوي نو هلته به يې خلک هم مرسته وکړي چې معذوران دي نو داسې به ډېر ښه وشي که د ډاګ پر ځای دوی هلته پخپله بوتلای شي ،،،

د ذکر ده په پاکستان کې په کال دوه زره ولسم کې شبږمه سرشمېرنه شوې ده چې پکې يې په ټول پاکستان کې د معذورانو شمېره دوه دېرش لکه شپږ اتیا زره شبږ سوه دېرش او په دې کې یوېشت لکه درې اویا زره نهه سوه نهه نوي په کلیوالو سیمو او یولس لکه دولس زره شپږ سوه یو دېرش په ښاریو سیمو کې وسېږي

XS
SM
MD
LG