د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځینې سیاستوالان ولې پر ګڼو حلقو ولاړ دي؟


فایل فوټو: په اسلام اباد کې ضمني ټاکنې
فایل فوټو: په اسلام اباد کې ضمني ټاکنې

په داسې حال کې چې په پاکستان کې عام انتخابات رانزدې کیږي، ددې لپاره هلې ځلې هم ورځ تر بلې زیاتیږي. د ۲۵ جولایي د ټاکنو لپاره نزدې ټولو مشهورو سیاسي مشرانو خپل ځانونه کاندید کړي دي.

مولانا فضل الرحمان، اسفندیار ولي خان، محمود اڅکزی، سراج الحق، افتاب شېرپاو او اصف زرداري له یوې یوې حلقې څخه د امیدوارۍ کاغذونه جمع کړي دي. عمران خان د بنو، اسلام اباد، میانوالۍ، لاهور او کراچۍ له پنځه و حلقو، شهباز شریف د لاهور او کراچۍ له دوو، بلاول بوټو زرداري د ملاکنډ، لاړکانې او کراچۍ له درېوو او حمزه شهباز د پنجاب له دوو حلقو د قامي اسمبلۍ لپاره کاغذونه جمع کړي دي.

د ټاکنو کمیشن ترمخه یو امیدوار له یوې نه په زیاتو حلقو ځان کاندیدولی شي خو که له یوې زیاتې چوکۍ وګټي نو بیا یوازې یوه چوکۍ د ځان سره ساتي او ګټلې نورې چوکۍ به خوشې کوي چې یو ځل بیا به ورباندې ضمني ټاکنې کیږي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر توصیف احمدخان وایي په پاکستان کې دا روایت له پخوا راهسې را روان دی خو په سږونو ټاکنو کې د کاندیدانو د کاغذونو پلټنه زیاته کیږي او دا هم یوه وجه ده چې د ځینې ګوندونو مشرانو له زیاتو حلقو څخه ځانونه کاندید کړل.

"ذولفقار علي بټو هم له پنځو حلقو ځان کاندید کړی و، نواز شریف او بې نظیرې هم داسې کړي دي، خو سږ کال نوې خبره دا ده چې د امیدوارانو د کاغذونو پلټنه سخته ده او ډېر وخت هم اخلي. بل ځینې سیاستدانان غواړي په دې توګه خپل قوت وښي او دا ثابته کړي چې په ټولو صوبو کې خلک دوي ته رایي ورکوي. نو ځکه د څو څو ځایونو څخه ووټونو ته ودریږي"

ډاکټر توصیف زیاتوي په دې عمل په مختلفو وختونو کې شکایتونه هم مخې ته راغلي دي او د پخوا راهسې دا هم ویل کیږي چې که یو امیدوار له یوې څخه په زیاتو حلقو کامیاب شي او بیا ضمني ټاکنې کیږي نو باید چې د ضمني ټاکنو شوي خرچ دغه کاندیدان ادا کړي خو تراوسه داسې کوم قانون نه دی جوړ شوی.

د پاکستان په انتخابي سیاست نظر لرونکی خبریال نعمت خان وایي ځینې مشران د بایلات له ویرې له یوې څخه په زیاتو حلقو ځان کاندیدوي

''ددې ګټې هم شته او تاوان هم.که وګورو بلاول دا ځل د لیارۍ نه هم امیدوار دی او د نورو ځایونو نه هم. مخکې هم د بې نظیربټو په شمول د پيپلز پارټۍ مشرانو د لیارۍ نه ځانونه امیدواران کړي و او چې کله یې ګټلې ده نو بیا یې د لیارۍ سیټ خوشی کړی دی. ددې سره ددغو حلقو د خلکو زړونه هم ماتیږي او دوي خفه کیږي چې ولې ددوی مشر ددوي د حلقې سیټ خالي کړو''

نعمت خان وایي ځینې وختونو کې د یو ګوند غړي خواهش لري چې ددوي د ګوند مشر ددوي د بلې حلقې ترڅنګ ددوي له حلقې هم کاندید شي او دا بیا دا ګټه لري که مشر یې ددوي له حلقې وګټي نو یو خو ورسره په دغې علاقه کې د پرمختیایي کارونو د کولو چانسونه او ددوي د پلویان د زیاتیدو امکان پيدا کیږي.

نور ولولئ

د کراچۍ نوې حلقه بندۍ د پښتنو په ګټه که په تاوان​؟

پخوانۍ فاټا کې به د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې کال کې دننه کېږي​

XS
SM
MD
LG