د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې سلګونه کسانو مظاهرې کړې دي


ایرانۍ رسنۍ وايي د دې هېواد په جنوب غربي سېمه کې د څښلو اوبو د کمښت پر ضد په سلګونو خلکو مظاهرې کړي چې پکې یې له پولیس سره هم نښتې شوي دي.

د ایران سرکاري خبري ایجنسي اېرنا ویلي دي چې دغه مظاهرې د خالي پر ورځ (د جون ۳۰مه) له تهرانه ۶۵۰ کلومیټره لرې خرم شهر کې شوي چې پکې د ایراني چارواکو پر ضد نعرې ووهل شوې.

د اېرنا د خبر تر مخه وروسته پولیسو په مظاهرینو اوښکې بهوونکی ګیس استعمال کړ او مظاهرینو بیا پولیس واله په کاڼو وویشتل، دا راز د شپې پر مهال هم په سېمه کې ناارامي وه.

د خرم شهر د دغو مظاهرو څو ورځې وړاندې په تهران کې د جون پر ۲۴مه د هېواد د خرابو اقتصادي حالاتو پر ضد هم مظاهرې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG