د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي هېوادونو د کډوالو په اړه تړون وکړ


نن د جمعې ورځ په برسلز کې د دوولسو ساعتونو تر بحثونو وروستو د اروپايي اتحادیې مشران په دې رضا شول چې اروپايي هېوادونه به په اروپا دننه او بهر داسې مرکزونه جوړوي چې پکې له سمندره ژغورولي راوتلي کډوال وساتل شي او د هغوی ستونزې به هوارېږي.

د جرمني چانسلرې انګیلا میرکل اروپا ته هجرت د اتحادیې تر ټولو ستونځمنه او مهمه معامله بللې ده.

د اټلي وزیراعظم له څه مودې راهیسې پر دې زور راوړ چې باید نور اروپايي هېوادونه ورسره بوج شریک کړي.

اټلي له کلونو راهیسې د افریقايي کډوالو لپاره اروپا ته د ننوتو دروازه پاتې شوې ده.

هغه کډوال چې د نړیوالو مرستو حق لري به په هغه غړیو هېوادونو وویشل شي چې پخپله خوښه دوی له ځان سره ساتل غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG