د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له خړه لېسټه د وتو هیله ښودلې


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ډاکتر محمد فیصل
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ډاکتر محمد فیصل

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله ښودلې چې له فنانشل اېکشن ټاسک فورس سره تر خبرو وروسته به یې د هېواد نوم د ناقانونه پیسو او ترهګرو ډلوتمویل د څار له خړه لېسټه ووځي. په اسلام اباد کې چارواکیو د جون په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې ورځ وویل د ناقانونه پیسو او د ترهګرو ډلو مالي سمبالښت مخنیوي نړیوالې ادارې په غونډه کې پاکستان په خړ لېسټ کې شامل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د چارشنبې ماسپښين اوونیزې خبري غونډې ته وویل، په دې لړ کې یې له اېف اې ټي اېف سره خبرو ته دوام ورکړی.

نوموړي ويلي هېواد ته یې د اېف اې ټي اېف له لوري پر ورکړل شوي کاري پلان عمل روان دی او زیاتوي چې د پاکستان له کارکردګۍ تر ډاډمنېدو پس به یې نوم له خړه لېسټه ووځي.

د ډاکټر فیصل وينا وه په ۲۰۱۱ ز کال هم د پاکستان نوم په خړ لېسټ کې اچول شوی وو او دوه درې کاله ورستو يې د ښې کارکردګۍ له وجې نوم بیرته واېستل شو.

د ذکر ده چې د ۲۰۱۸م کال په فبروري مياشت کې فنانشل اېکشن ټاسک فورس پرېکړه وکړه چې پاکستان به د روان کال په جون میاشت کې په خړ لسټ کې واچوي او ورته يې خبرداری ورکړی وو چې په خپله خاوره کې دننه دې د مبینه فعالو ترهګرو ډلو د مالي سرچینو وچولو لپاره لارې چارې ولټوي.

اړوند راپورونه

د ترهګرۍ مالي چارو څارونکیو پاکستان خړ لېسټ ته واچاوه

خړ لېسټ کې د پاکستان پر شاملولو د سیاستوالو غبرګون

پاکستان به په جون کې د مالي څار په "خړ لېسټ" کې شامل شي

سره له دې چې پاکستانیو چارواکیو د زرګونه مشکوکه ترهګرو د نیولو او له هغوی د میلیونونه ډالرو قبضه کولو دعوې کړې خو ایف اې ټي ایف ډله وايي په خپله دوباره جاج اخیستنه کې یې څرګند پرمختګ نه دی لیدلی.

فنانشل اېکشن ټاسک فورس تر اوسه یوازې ایران او شمالي کوریا په خپل تور لېسټ کې اچولي دي.

د یادې ادارې په تور لېسټ کې د اچول کېدو اغېز دا وي چې نه یوازې د یاد هیواد مالي سرچینې او راکړه ورکړه څارل کېږي بلکې هلته نړیواله پانګونه او کاروبارونه له یوشمېر خنډونو او بندېزونو سره مخامخ وي.

خړ فهرست به د پاکستان پر اقتصاد څه اغیز وي؟

په دغه اړه د اقتصادي چارو پوه او خبریال اکرام هوتي وايي، په خړ لېسټ کې د لوېدو مانا دا چې پاکستان به له اقتصادي پلوه ناخوندي شي، په دې هېواد کې به سرمایه کاري نه کېږي، ځکه چې په نړیوالو ادارو کې به پاکستان غیرمحفوظ شي او خوندیتوب به یې ختم شي. بله ده چې دلته خو له وړاندې سرمایه کاري ختمه شوې چې له وجې یې په پاکستان کې د ډالرو نرخ هم پورته شوی دی.

اکرام هوتي وویل چې عالمي ادارو پاکستان ته د ناقانونه پیسو د مخنیوي لپاره د ادارو جوړولو ویلي وو، خو پاکستان دغه کار تر سره نه کړ. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په پنجشنبه د یوې فرقه ایزې ډلې اهل سنت والجماعت د مشر محمد احمد لودیانوي نوم د ترهه ګرو د څار له فهرسته لیرې کړ.

پوښتنه داده چې له دې فشار نه وروستو به ایا پاکستان د سیمې د امنیت او ترهه ګرۍ د مخنیوي لپاره په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي؟

د جرمني د برلن پوهنتون یو څېړونکی او د سیمه ایزه چارو پوه ملیظ داود وايي ــ په خړ فهرست کې له شاملېدو سره پاکستان په نړیوالو چارو او ډپلومیسۍ کې له چیلنجونو سره مخامخېدلی شي، خو داسې نه ښکاري چې دا به په لنډ وخت کې پاکستان په خپلو پالیسیو کې یو غټ بدلون راوړلو ته اړ کړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان یو پلاوی د خزانې نګران وفاقي وزیرې ډاکټر شمشاد اختر په مشرۍ د جون په ۲۴ مه نېټه پېرس ته سفر کړی وو، او هڅه يې کوله چې د پاکستان نوم په خړ فهرست کې له اچول کېدو وژغوري.

XS
SM
MD
LG