د لاسرسي ځای

تازه خبر

خړ لېسټ کې د پاکستان پر شاملولو د سیاستوالو غبرګون


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د ناقانونه پیسو د څار له نړیوالې ادارې سره تر خبرو او پر کاري پلان تر سلا کېدو وروسته به پاکستان د فايننشل ايکشن ټاسک فورس سازمان په خړ نوملړ کې ورشامل شي.

دا سازمان وايي، پاکستان يو له هغو هېوادونو دی چې د ترهګرو ډلو د مالي مرستو تړلو په برخه کې نيمګړتياوې لري.

په پاکستان کې سياسي ګوندونه د فايننشل ايکشن ټاسک فورس په خړ لېسټ کې د پاکستان د نوم شاملېدا د هغه هېواد د بهرنۍ پالېسۍ او کورني امنيت لپاره د خطر يو علامت بولي.

د پاکستان پيپلز ګوند يو مخکښ، سېنېټر تاج حيدر وايي، ضرورت د دې خبرې دی چې د نړيوالو د خړو او تورو لېسټونو په اړه د پرېشانه کېدو پر ځای د هېواد دننه بايد د ترهګرۍ ضد پلان په سمه توګه عملي شي.

((زه د دې خبرې دومره پرواه نه کوم چې د بهر نړۍ موږ په خړ او يا هم تور لېسټ کې ځای کوي. اصل مساله زموږ د هېواد دننه ده، ايا موږ خپله له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې څومره کوښښ کړی او کوو يې که څنګه؟ که موږ وايو چې د ترهګرۍ په پېښو کې شاوخوا ۶۰۰۰۰ پاکستانيو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، نو بنيادي پوښتنه دې مسالې ته د حل پيدا کولو هغه ده. موږ بايد په ډېره جدي توګه د ترهګرۍ ضد خپل قامي ايکشن پلان ته بيا کتنه وکړو او پکې شته نيمګړتياوې په ګوته او له مينځه يوسو. موږ بايد د کور دننه د سختدريځه افکارو او کړنو مخه ونيسو.))

د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو مرکزي سيکرټري زاهد خان وايي، تر هغې چې پاکستان په خپلو پالېسيو کې بدلون نه وي راوړی، په نړيواله کچ به تر اوسني حالته لا ډېر يوازې او له تاوان سره مخامخ شي.

((ښکاره ده چې که يو هېواد له نړيوالې ټولنې ليرې کيږي او يوازېتوب خوا ته ځي، نو تاوان کوي. دا اوس مو چې نړۍ په خړ لېسټ کې شاملوي، د دې لامل زموږ په پالېسيو کې نه بدلون دی. که نن په خړ لېسټ کې يو، سبا ښايي تور هغه ته ولاړ شو. بيا نو پاکستان ته د بهرنۍ پانګونې راتګ په مکمله توګه درېږي. د بدقسمتۍ خبره دا ده چې زموږ سياستوال دا خطرونه هېڅ په پام کې نه نيسي. هغوی بس د کرسۍ په غم کې دي. بايد د هېواد ټول سياسي ګوندونه يووارې بيا سره جرګه شي او له دې سخت حالته د وتلو لاره چاره ولټوي.))

د فايننشل ايکشن ټاسک فورس په خړ لېسټ کې د پاکستان د شاملېدو په اړه د جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا مشر، پروفيسر ابراهيم بيا وايي، پاکستان بايد د امريکا او نورو غربي هېوادونو د اعتراضونو او دړکو په ځواب کې نرمه رويه خپله نه کړي.

((نړیوالې ټولنې، په تېره امريکا له پاکستان سره سخت زياتی راخېستی دی. د افغانستان ولسمشر وايي، حکومت يې چمتو دی چې طالبان د يوه سياسي ګوند په توګه وپېژني. نو ولسمشر غني ته خو امريکا نه وايي چې طالبان ترهګر دي او امتياز مه ورکوه. بل پلو پر پاکستان نيوکې کوي چې پر خاوره يې طالبان او نورې ډلې شتون لري. او دا اوس پکې د فايننشل ايکشن ټاسک فورس دړکې. دا له پاکستان سره ظلم او زياتی دی. موږ د پاکستان واکدارانو ته وايو چې که د همت مظاهره وکړي او سختو حالاتو ته تيار شي، نو که خدای کول هېواد به له خطرو بهر ته ووځي.))

يو شمېر سياستوال او شنونکي وايي، که په افغانستان کې سوله راځي نو ورسره پاکستان هم امن کېږي او په سيمه کې د روانو جګړو ټغر ټولېږي.

فايننشل ايکشن ټاسک فورس اداره، چې ۳۷ غړي لري، په تور لېسټ کې يې یوازې ایران او شمالي کوریا شامل دي.

د دې هېوادونو مالي سرچینې او راکړه ورکړه څارل کېږي او هلته نړیواله پانګونه او کاروبارونه له یوشمېر خنډونو او بندېزونو سره مخامخېږي.

XS
SM
MD
LG