د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ مالي چارو څارونکیو پاکستان خړ لېسټ ته واچاوه


فایل فوټو
په بونیر کې پاکستاني طالبان
فایل فوټو په بونیر کې پاکستاني طالبان

د جرمني خبري اژانس لیکي چې د مالي چارو کاري ډلې (ایف اې ټي ایف) پاکستان خړ لیسټ ته اچولی دی. د دغه نوملړ برخه ګرځیدونکي هغه هېوادونه وي چې له ترهگرو سره د مالي مرستې شک پرې کېږي. د اژانس په خبره له دې ګام سره څپڅپاند پاکستانی اقتصاد له لا نورو خنډونو سره مخامخېدلای شي.

د زیارت په ورځ پاکستانیو چارواکیو ویلي چې یادې ډلې په پېرس کې تر یوې اوونۍ اوږدې غونډې په پای کې دا پرېکړه وکړه.

د مالي چارو کاري ډلې د سږني کال په فبرورۍ کې پاکستان ته خبردارۍ ورکړی وو چې په خپله خاوره کې دننه دې د مبینه فعالو ترهګرو ډلو مالي سرچینو وچولو لپاره لارې چارې ولټوي.

سره له دې چې پاکستانیو چارواکیو د زرګونه مشکوکه ترهګرو د نیولو او له هغوی د میلیونونه ډالرو قبضه کولو دعوې کړې خو د ایف اې ټي ایف اسیا -ارام سمندر ډلې په خپله دوباره جاج اخیستنه کې څرګند پرمختګ و نه لید.

د جرمني په ګډون امریکا او د هغه اروپايي ملګرو هېوادونو له دې پس پرېکړه وکړه چې د ۳۷ هېوادونو ډله کې دې د پاکستان پروړاندې ګام واخیستل شي.

د جرمني خبري اژانس لیکي یوازې ترکي او چین د دغه وړاندیز مخالفت کړی وو خو دوه هېوادونه بس نه دي چې پرېکړه ودروي.

خړ لېسټ ته د پاکستان اچول څه مانا لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان کورنیو چارو وزیر اعظم خان پر دغه اقدام سخته خواشیني ښودلې، نوموړي پر امریکا او اروپايي هېوادونو نیوکې کړې چې د مالي چارو کاري ډله یې دغه پرېکړې کولو ته په زوره اړاېستلې ده.

د امنیتي چارو کاروپوه فدا خان وايي له دې ګام سره به پر پاکستان فشار لا ډېر شي ځکه چې امریکا غواړي دغه هېواد په افغانستان کې د سولې له تازه هڅو سره مرسته وکړي.

نور ولولئ

خړ لېسټ کې د پاکستان پر شاملولو د سیاستوالو غبرګون

پاکستان به په جون کې د مالي څار په "خړ لېسټ" کې شامل شي

XS
SM
MD
LG