افغان چارواکي وايي، ناڅرګندو وسلهوالو د افغانستان ځانګړیو ځواکونو یو مهم قوماندان عزیزالله کاروان په کابل کې وژلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش اسوشیټېد پرېس خبري اژانس ته ویلي دي، عزیزالله کاروان د وسلهوالو طالبانو پرضد لسګونه عملیات رهبري کړي وو.
کاروان د پکتیا په ولایت کې دنده درلوده او تردې مخکې هم پرې څو ځله بریدونه شوي وو.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان ځانګړو ځواکونو پر دې قوماندان د برید پړه منلې ده او ویلي یې دي چې نوموړې یې په یو تکتیکي برید کې وژلی دی.