د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني: امریکا د ایران اقتصادي ستونزې زیاتې کړي


د ایران ولسمشر حسن روحاني.
د ایران ولسمشر حسن روحاني.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپل خطاب کې پر واشنګټن تور پورې کړی چې د دغه هېواد اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړي دي.

په عین حال کې د ایران د پارلېمان غړیو په دریو کې دوه برخو په یو خط کې له روحاني غوښتنه کړې چې په خپل اقتصادي ټیم کې دې بدلون راولي.

د جون پر ۲۷مه د روحاني ټيليوژوني خطاب په داسې حال کې مخې ته راغلو چې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ایران کې روانه اوونۍ ملک ګیر احتجاج چې داسې ښکاري د اقتصادي مسلو پرضد دی لپاره یې د تهران حکومت ذمه واره وګرځولو.

روحاني په خپل خطاب کې پر ایرانیو وګړو غږ وکړ چې متحد اوسي او امریکا ته ماتې ورکړي.

نوموړي وویل مسلو او فشارونو ته تیار دي خو هېڅ کله به خپله خپلواکي قربانه نه کړي.

د روحاني د دغو څرګندونو په اړه امریکا لا څه نه دي ویلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG