امریکا پر هیوادونو ټینګار کوي چې له نومبر میاشتې له ایران څخه د تېلو اخیستل ودروي.
دا خبره د سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط کړې ده.
نوموړي خبرداری ورکړی چې امریکا به پر ایران له بندیزونو تېره نه شي او په دې کې به د اتحاديانو په څېر هیوادونو ته نرمي ور نه کړي چې واردولو ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي چې ولسمشر ټرمپ د ( ۱۸۰ ورځو ) پر خپله هغه وروستۍ نېټه د درېدو اراده لري کومه چې د نومبر پر څلورمه پای ته رسېږي.
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مې پر اتمه له ایران سره په ۲۰۱۵م کال کې له شوي نړیوال ایټمي تړون څخه د وتلو اعلان کړی وو.