د ایران رسنۍ وايي، د هېواد په جنوب ختیځ کې د پاکستان پولې ته نژدې په یوه نښته کې درې ایراني امنیتي ځواکونه او درې وسله وال وژل شوي دي.
رپوټونه وايي چې دا نښته د دوشنبې په ورځ ناوخته د سیستان بلوچستان صوبې په میر جاویح سیمه کې شوې ده.
د ایران انقلابي ساتونکي ځواک ویلي چې دوی هغه ترهګره ډله یې وژلې ده چې غوښتل یې ایران ته ننوځي.
خو د جیش العدل په نامه سني وسله والې ډلې بیا ادعا کړې چې د دوی وسله والو یوولس ایراني عسکر وژلي دي.
خو د یوې غاړې د ادعا په ازاده توګه پخلی نه دی شوی.