د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاړکانې جج د چیف جسټس له چلنده استعفا وکړه


د سیند صوبې لاړکانې یوه جج تر هغه وروسته خپله دنده پرېښوه چې د نوموړي په وینا د پاکستان چیف جسټس یې د عدالتي کاروايي پرمهال سپکاوی کړی دی او زیاتوي چې د هغه دې کړنې ور ته ډېر تکلیف رسولی دی.

د انګرېزۍ ژبې ویب پاڼه ایکسپرېس ټریبون وايي د سیند صوبې د لاړکانې یو جج ګل ضمیر سولنګي تر هغه وروستو د نهې په ورځ خپله استعفا د سیند های کورټ رجسټرار ته وړاندې کړې چې وايي چیف جسټس ثاقب نثار د عدالتي کاروايې دوران رټلې او موبایل يې ور له په مېز غورځولی دی.

د نهې په ورځ د جج ګل ضمیر سولنګي استعفا په وټس اپ باندې خپره شوې چې مشال راډیو ته هم ترلاسه شوې ده.

د دندې پرېښودو په دغه لیک کې جج ګل ضمیر لیکي، دی د دوه زره اوولسم کال د مارچ له شلمې نېټې په لاړکانه کې د اېډېشنل ډسټرکټ اینډ سېشن جج په توګه خپله دنده ترسره کوي او چیف جسټس یې د عدالتي کاروايي دوران د عدالت دوره وکړه او خپګان یې وښودلو او د ده موبایل يې پر مېز وغورځولی.

د ګل ضمیر سولنګي د چیف جسټس ثاقب نثار د دې دورې ويډیو پر ټي وي چېنلونو، پر سوشل مېډیا او ورځپاڼه کې خپره شوه چې د ده نوم ته زښت ډېر زیان ورساوه نو په داسې حالاتو کې دی خپله نوکري جاري نه شي ساتلی او له خپلې دندې استعفا ورکوي.

په دې اړه په پېښور کې د سیاسي او قانوني چارو تجزیه کار وکیل یوسف علي وویل ترڅو پورې چې د ګل ضمیر سولنګي او د موجوده د پاکستان د چیف جسټس میا ثاقب نثار خبره ده نو دا معامله غیر آئیني او غیراخلاقي ان غیر انساني مسله ده او وجه دا ده چې د سپریم کورټ د ماتحت عدالت سره څه کار نه شته او سولنګي چې دی که هغه نوکر دی نو د سیند های کورټ نوکر دی او سپریم کورټ د یو های کورټ نوکر له سره ورغوښتی نه شي او په هغه صورت کې يې وربللی شي چې یو څه مقدمه یا مسله وي او که فرض که داسې څه خبره وي هم نو سپریم کورټ به يې د رجسټرار له لارې ورغواړي او دا کار د رجسټرار دی.،،

د ذکر ده د روانې میاشتې جون په درویشتمه نېټه د پاکستان په رسنیو کې یوه ویډیو ښودل کېدله چې پکې ښول کېږي د پاکستان چیف جسټس ثاقب نثار د لاړکانېسېشن کورټ د دورې پر مهال د ایډیشنل ‌ډسټرکټ اینډ سېشن جج ګل ضمیر سولنګي څخه یو څو پوښتنې کوي او بیا يې موبایل په مېز ورغورځوي او وايي ورته چې عدالت ته راځې نو موبایل دې کور ږده او له دې سره سم د نوموړي د بدلۍ حکم هم جاري کوي.

نور ولولئ

مشر قاضي د پېښور پر سکول د برید پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو امر وکړ

پخوانی چیف جسټس ناصر الملک نګران وزیر اعظم

پخوانی چیف جسټس د خېبر پښتونخوا نګران وزير اعلا

د پاکستان چیف جسټس ثاقب نثار وايي د هزاره وګړو ټولوژنه روانه ده

XS
SM
MD
LG