د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانی چیف جسټس د خېبر پښتونخوا نګران وزير اعلا


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د پېښور های کورټ پخواني چیف جسټس دوست محمد خان نن د چارشنبې په ورځ په ګورنر هاوس کې د خېبر پښتونخوا د نګران وزیر اعلا په حیث د خپلې عهدی سوګند پورته کړ.

د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګهړا له هغه سوګند واخست.

دغونډې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې دوست محمد خان وویل، په وخت راڼه انتخابات کول د هغه په لومړیتوبونو کې دي.

نوموړي زیاته کړه امنیت به یقیني کوو ، د پوځ ، پولیسو او ملیشې طاقت به یو ځای کوو او یو پرامن ماحول به جوړوو ، ځکه چې دا تر ټولو ډېره مهمه خبره ده. ځکه چې دغه وي نو انتخاباتو ته راڼه انتخابات ویل کېدای شي.

نګران وزیراعلا وویل، د قابلو او باصلاحیته خلکو یوه وړه کابینه به جوړوي او لنډ مهاله حکومت به د بجټ منظورولو په ګډون د ولس د ستونزو هوارولو هڅه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG