د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشر قاضي د پېښور پر سکول د برید پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو امر وکړ


چیف جسټس ویلي، کمېشن دې په دوو میاشتو کې پر ارمي پبلېک سکول د برید پلټنې وکړي
چیف جسټس ویلي، کمېشن دې په دوو میاشتو کې پر ارمي پبلېک سکول د برید پلټنې وکړي

پراګ - د پاکستان چیف جسټس میا ثاقب نثار د چارشنبې پر مازیګر په پېښور کې د بېلا بېلو قضیو اورېدنه وکړه چې پکې یوه یې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول د برید هغه هم وه.

نوموړي د پېښور هایکورټ مشر قاضي ته امر وکړ چې د ۲۰۱۴ز کال په ډېسېمبر کې پر ښوونځي د وسله والو طالبانو د برید د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړي.

نثار په خپل فرمان کې وویل چې د کمېشن یو غړی باید د پېښور هایکورټ قاضي وي او په دوو میاشتو کې دې د تحقیقاتو له پوره کولو سره ده ته رپورټ ورکړي.

پر ارمي پبلېک سکول په حمله کې له ۱۴۰ څخه زیات کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول.

د چیف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ اورېدنې ته د وژل شویو او ژوبلو زده کوونکو میندې او پلرونه هم ورغلي ول چې پکې یو یې وکیل فضل خان هم وو چې د والدینو په استازیتوب یې عدالتونو ته د پلټنو لپاره غوښتنلیکونه هم ورکړي.

نوموړي ماښام مشال راډیو ته وویل، په اورېدنه کې یې له مشر قاضي سره بحث وکړ او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د سپریم کورټ یا هایکورټ د دوه یا درو قاضیانو پلټنیز عدالتي کمېشن دې جوړ کړي.

فضل خان وايي، د ارمي پبلېک سکول په برید کې د وژل شویو زده کوونکو والدینو د داسې کمېشن غوښتنه کوله چې هغه یوازې د شفافو پلټنو نه بلکې د سزا او جزا ورکولو واک هم ولري.

ده زیاته کړه چې پلټنې او انصاف د دوی اییني او قانوني حق دی او د دې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG