د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانی چیف جسټس ناصر الملک نګران وزیر اعظم


پخوانی چیف جسټس ناصر الملک
پخوانی چیف جسټس ناصر الملک

حکومت او مخالفو ډلو په ګډه سره د نګران وزیراعظم لپاره د پخواني چیف جسټس ناصر الملک نوم غوره کړی چې له لومړي جونه تر ۲۵ م جولايي پورې دنده ترسره کوي.

اسلام آباد پارلیمنټ هاوس کې د ګل/دوشنبې په ورځ خبري کانفرنس کې وزیراعظم شاهدخاقان عباسي او د مخالفو ډلې مشر خورشید شاه د پاکستان د راتلونکي نګران وزیراعظم د نوم اعلان وکړ.

پر دې مهال خورشید شاه وویل چې دوی له د نګران وزیراعظم لپاره شپږ نومونه راغلي ول خو دوی پکې په متفقه توګه د پخواني چیف جسټس ناصرالملک نوم غوره کړ.

خورشید شاه د جسټس ناصرالمک په اړه وویل: ''دی د پاکستان چیف جسټس پاته شوی دی او یو خپل ښه او غوره کردار يې پاته شوی دی او په عدلیه کې پر ښه مقام اوسېدلی دی، امید لرم چې دهغه په مشري کې به په ملک کې پاکې او روڼې ټولټاکنې ترسره شي.''

نګران وزیراعظم به د دوه زره اتلسم کال له لومړیه جونه واک ترلاسه کوي او د الیکشن کمېشن په وینا چې له ایین سره سم به د روان کال د جولايي په ۲۵ مه ټولټاکنې کوي او بیا به ګټونکی ګوند نوی حکومت جوړوي.

نګران وزیر اعظم پخوانی چیف جسټس ناصر الملک په ۱۹۵۰ کال د اګست په ۱۷ مه د سوات په مینګوره کې زیږېدلی، نوموړی په ۲۰۰۵ کال د سپریم کورټ جج ټاکل شوی وو او یو له هغه ججانو دی چې د ۲۰۰۷ ز کال پر درېم نومبر یې د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف تر اییني فرمان (پي سي او) لاندې له سوګند کولو انکار کړی وو.

XS
SM
MD
LG