د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس ثاقب نثار: د عدالتي مارشلا خبرې بې ځایه دي


د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار یو وار بیا ویلي چې په هېواد کې د عدالتي مارشل لاء خبرې خلک له ځانه کوي او ناسمې دي.

نوموړي د خالي په ورځ د لاهور د سفر پر مهال وویل چې که په هېواد کې پوځي مارشل لاء هم ولګي نو د سپریم کورټ ټول ججان به یې په مخالفت کې استعفا ورکوي.
جسټس ثاقب نثار زیاته کړه،” د عدالتي مارشل لاء خبره نه په ایین کې شته، نه په قانون کې او نه زمونږ په زړونو کې. ممکنه ده چې دا د چا خواهش وي او د خلکو په زړونو کې د وسوسو اچولو هڅې کوي. خو زه وایم چې ټول خلک دې دا خبره له سوچ نه هم اوباسي چې ګني په دې هېواد کې د عدالتي مارشل لاء څه امکان شته. داسې هیڅ خبره په ایین کې نشته او مونږ هم له ایین نه پرته هیڅ کوم عمل ته تیار نه یو.”

که څه هم د عدالتي مارشل لاء خبره په رسمي ډول چا نه ده کړې او په غیر رسمي توګه وخت نا وخت په پاکستاني رسنیو کې مخې ته راځي خو په هغې د سپریم کورټ چیف جسټس ته وضاحت ورکولو ضروت ولې پیښږي؟

په دې پوښتنه د پیښور هايي کورټ بار ایسوسي ایشن مشر ایډوکېټ ارباب عثمان وویل، دوی هم دې خبرو ته په غور ګوري او د هر ډول غیر اییني اقدام پر ضد ودریدلو ته ژمن دي>

ده وویل، “د پېښور د سفر په وخت ما هم چیف جسټس ته وویل چې دا تاسو کوم کارونه کوۍ هڅې نه چې له دې څوک ناوړه ګټه پورته نه کړي. یعنې چیف صېب د بېلا بېلو صوبو په سفرونو کې ویلي چې په دې صوبو کې د تعلیم، صحت او نورو سهولتونو ډیر کمی دی او د صوبايی حکومتونو کارکردګي خرابه ده نو هسې نه چې څوک دا څرګندونې د دوی خلاف د رسمي الزماتو په توګه استعمال کړي. نو ما ورته وویل چې دا خو به ښه نه وي نو هغه وویل چې داسې هیڅ نشته.”

چیف جسټس ثاقب نثار د خالي په ورځ په لاهور کې او د جمعې په ورځ په پېښور کې د پنجاب او خېبر پښتونخوا د تعلیم او صحت څانګو په کارکردګۍ ناخوښي څرګنده کړه او وې وییل چې په دې برخه کې د صوبايي حکومتونو اقدامات د اطمینیان وړ نه دي.

XS
SM
MD
LG