د دوشبنې په ورځ د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د جنوبي وزیرستان مسود خبریالانو یوه احتجاجي غونډه وکړه او پکې یې له حکومته غوښتنه وکړه چې له ژمنې سره سم دې دوی ته د پوځي عملیاتو پر مهال اوښتو تاوانونو معاوضې ورکړل شي.
دغو خبریالانو مشال راډیو ته وویل چې د نور ولس په څیر د دوی کورونه او نورې ودانۍ هم د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال ړنګې شوي خو تر اوسه یې دوی ته معاضه ور نکړل شوه.
مسود خبریالانو دهړکه ورکړه چې که غوښتنې یې ژر تر ژره و نه منل شي نو په پېښور او اسلام اباد کې به په احتجاجونو لاس پورې کړي.
د دې غوښتنو په اړه د پخوانۍ فاټا لپاره د انتظامي دفتر چارواکي وايي دا مسله به اعلا چارواکو ته وړاندې کوي او تمه ده چې ژر حل شي.