د افغانستان کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې چاودنې محلي پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فریدالله دهقان بېګا شپه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې ماسخوتن اته بجې د څوکۍ ولسوالۍ اړوند له بابړو تنګې خولې سره د محلي پولیسو په قرارګاه کې چاودنه شوې چې پکې ۸ تنه وژل شوي او ۴ ژوبل دي.
دهقان زیاته کړه چې تر اوسه د چاودنې نوعیت معلوم نه دی، خو د سېمې اوسېدونکي، وایي، دا ځانمرګی برید دی.
لا هم د برید ذمه واري چا نه ده منلې.