د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله کابل ته د باجوه سفر ګټور وباله


د افغانستان اجرایه ريیس عبدالله عبدالله
د افغانستان اجرایه ريیس عبدالله عبدالله

د پاکستان پوځ وايي کابل ته يې د مشر جنرل قمر جاويد باجوه وروستی سفر ډېر ګټور وو.

د پوځ عامه اړيکو څانګې، آيي، ايس، پي، آر د جون په ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې جنرل باجوه د تېرې سېشنبې په ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايه رييس ډاکټر عبدالله او د امريکايي ځواکونو له مشر جنرل جان نيکولسن سره يې په ملاقاتونو کې د ترهګرۍ پرضد جګړه او د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.

په خبره پاڼه کې راغلي چې جنرل باجوه ويلي پر ډيورنډ کرښه د دوی له خوا اغزن تار لګول د دواړو خواوو د خلکو نه بلکې د وسله والو د مخنيوي لپاره دی.

په همدې حال کې د افغانستان اجرایه ريیس عبدالله عبدالله دفتر د سېشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې وويل چې له جنرال قمر جاوید باجوه سره په لیدنه کې يې ویلي چې د تېروتنو د پخوانیو سیاستونو دوام د دواړو هېوادونو په ګټه نه دی او پاکستان بايد د ترهګرۍ پرضد عملي ګامونه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG