د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر: د اوربند پر مهال دې کلک امنیت ونیول شي


افغان ولسمشر اشرف غني افغان ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د اوربند پر مهال دې کلک امنيتي تدابير ونيسي.

بېګا ناوخته د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي مشال راډیو ته وویل چې د دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې اوربند یو فرصت دی چې دایمې سوله ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې ده چې فغان حکومت د وړوکي اختر تر پنځمې نېټې د وسله والو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړی دی.

طالبانو هم د دې په ځواب کې د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی.

بلخوا د دوشنبې په ورځ په کابل کې ځانمرګي بريد، غزني ولايت کې د سړک غاړې بمي چاودنې او په ننګرهار او کندوز ولايتونو کې پرله پسې بريدونو لږترلږه ۳۳ کسان وژلي.

چاروکي وايي د کندوز بريدونه طالبانو کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG