د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاسي ګوندونو د وزیرستانیو ځوانانو د غوښتنو ملاتړ کړی


په اسلاباد کې د وزیرستانیو ځوانانو مظاهره.
په اسلاباد کې د وزیرستانیو ځوانانو مظاهره.

د پاکستان مختلفو سیاسي ګوندونو د وزیرستانیو ځوانانو د غوښتنو ملاتړ کړی دی

دې ګوندونو پر حکومت او پوځ غږ کړی دی چې د احتجاج کوونکو جایزو غوښتنو ته دې پام وکړي او له هغوي سره دې خبرې اترې وکړي.

په دې ګوندونو کې د شامل قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان پرون مشال ریډيو ته وویل

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د سیمې ځوانانو له هغه وروسته احتجاجي ناسته پیل کړه چې د پولیټکل محرر حمیدالله وزیر په ګډون د سیمې ځینې نور ځوانان په هدفي وژنو کې ووژل شو.

د شمالي او جنوبي وزیرستان دا ځوانان غوښتنه کوي چې د وسله والو فعالیتونه دې ودرول شي او د هدفي وژنو مخنیوی دې وشي.

د دې تازه احتجاج په اړه لا د حکومت او پوځ رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG