د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزير کور 'محاصرې' پرضد د پي ټي اېم پرلت


علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخور مشر
علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخور مشر

پراګ - په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت دوام لري، بېګا د چارشنبې پر شپه هم د دغه غورځنګ په سلګونه پلویانو، د هغه څه پرضد چې دوی یې "طالبان پلوه سرکاري تګلاره بولي" احتجاج وکړ.

پرلتوالو ویل چې حکومت پلوه طالبانو د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د دوی د یوه مشر علي وزیر کور محاصره کړی دی. دوی وايي چې پاکستانۍ امنیتي ادارې د هغوی خوندیتوب ډاډه کولو لپاره هېڅ ګام نه اخلي.

دا مهال د حکومت او پوځ له لوري څه نه دي ویل شوي.

خو د پاکستان پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور د جون پر څلورمه خبري کنفرانس ته وویل چې په واڼه کې "امن کمېټۍ" دي. پاکستانی پوځ ادعا کوي چې دوی له ټولو وسله والو سیمه پاکه کړې ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير کور د محاصرې خلاف احتجاج کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په واڼه کې د حکومت پلوه طالبانو او احمدزيو قبایلو ترمنځ جرګه ناکامه شوې او طالبان تر هغه پس د علي وزیر د کور محاصره کولو اعلانونه کوي نو ځکه پي ټي ایم دلته په احتجاج دی.

نوموړی وايي یو خوا پاکستاني پوځ په سیمه کې کرفیو لګولې ده او بلخوا یې سرکاري پلوي طالبان راټول کړي دي چې د علي وزیر پر کور برید وکړي.

علي وزیر چې د پي ټی اېم د سر سر له مشرانو دی، نوموړی د جون پر ۳مه تر هغه پېښې هسې ژوندۍ راووت چې کله د ځايي خلکو په وینا وسله والو یې پر پلویانو او پر ده باندې برید وکړ. په هغه برید کې د پي ټی اېم دوه پلویان وژل شوي او نېږدې ۲۸ ژوبل شوي ول.

د غورځنګ یوه بل مخور مشر ډاکټر سید عالم مسود بیا پرلتوالو ته په خپله وینا کې وویل، چې په واڼه کې روان اړی ګړۍ د علي وزیر خلاف سازش وباله. هغه زیاتوي چې علي وزیر یې د لښکر زمری دی او دا په واڼه کې ټوله ډرامه د هغه د وژلو لپاره تیاره شوې ده. دی وايي تر مرګه به له خپلې لارې وا نه وړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پرالتوالو ته په خپله وینا کې وویل، چې دوی ته د احتجاج حق د پاکستان ایین ورکوي او د خپلو پښتنو د حقونو غږ به تر ملګرو ملتونو رسوي.

نوموړي وویل، چې د نړۍ په هېڅ یوه هېواد باور نه کوي، هغوی ټولو د خپلو ګټو لپاره کار کوي، دی یوازې او یوازې پر خپل پښتون ولس باور کوي.

منظور پښتین وايي په پاکستان کې د هند یوه جاسوس کلبوشن یادو ته دا حق شته چې هغه ونیسي او تر قانون لاندې یې مقدمه وچلول شي او بیا سزا شي خو پښتانه د کلبوشن غوندې حق هم نه لري بلکې له عدالتونو لیرې وژل کېږي. هدفي وژنې یې روانې دي. چې دا ور ته هېڅ د منلو نه دي.

د یادولو ده چې علي وزیر څه موده مخکې خپل پلرني کلي ته تللی وو او هلته یې د وسله والو ډلو د شتون خلاف پر خلکو چیغه وکړه. ویل کېږي چې دغه حکومت پلوه طالبان نه یوازې په واڼه کې له سوداګرو او کاروباریانوټېکسونه اخلي بلکې د ځايي خلکو خپلمنځۍ شخړې هم د دوی په منځګړتوب هوارول کېږي.

له پوځ سره د خپلوۍ له کبله ځايي خلک ورته په ټوکو "ښه طالبان" وايي.

نور ولولئ

له منظور پښتين سره ځانګړې ويډيويي مرکه

'پښتانه په خپل وطن کې تحفظ غواړي'

XS
SM
MD
LG