د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب مسود په وژنه تورن راو انوار جېل ته ولېږل شو


د وزیرستاني ځوان نقیب مسود په وژنه تورن د کراچۍ د ملیر ضلعې پخوانی پولیس افسر راو انوار د شنبې په ورځ عدالت ته تر وړاندې کولو وروسته جېل ته لېږل شوی دی.

دا خبره د نقیب مسود مقدمې د وکیلانو د ډلې غړي اډوکېټ شریف خان کاکړ د شنبې په ورځ د مقدمې تر اورېدنه وروسته مشال راډیو ته وړکړه.

ده وویل ټاکل شوې وه چې د نقیب مسود له عدالته لرې وژنې په اړه د پلټنو لپاره جوړې شوې پنځه کسیزه ډلې به خپل رپوټ په هم دې اورېدنه کې وړاندې کاوی خو هغوی داسې ونکړل.

اډوکېټ شریف کاکړ وویل چې د مقدمې په لړ کې به رسميچالان هغه وخت جمع شي چې له کېس سره تړلي ځيني مفرور کسان هم ونیول شي.

د ده په وینا ، دا یو ځانګړی کېس و چې تر اوږدو پلټنو وروسته راو انوار اوس جیل ته ولېږل شو.

راو انوار د ګډې پلټنیزې ډلې مخې ته خپل بیان ریکارډ کړی دی او لږ تر لږه خپل دوه همکاران یې د نقیب مسود په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د راو انوار له خولې ویلي چې د عباس ټاون د پولیسو دوه افسران اکبر ملاح او فیصل محمود یې د باور وړ ماتحت افسران ول خو هغوی یې اعتماد مات کړ. ورځپاڼه د راو انوار له خولې ویلي چې دې دوه افسرانو لږ تر لږه پنځه کسان بیولي ول او د شپاړس لکه روپیو له اخیستلو وروسته یې څلور خوشي کړي وو.

تيره اونۍ د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب مسود په مقدمه کې يو بل کس پوليسو ته په جسماني ريمانډ سپارلی وو.

نقیب مسود د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر دریمه نېټه په کراچۍ کې تښتول شوی وو او پر ۱۳مه یې مړی ومیندل شو.

راو انوار تر هغه وروسته وویل چې نقیب مسود یې ځکه وژلی چې له وسله والو طالبانو سره یې اړیکې درلودې خو وروسته پلټنو په ډاګه کړه چې نقیب مسود بې ګناه وو.

د نقیب مسود تر وژل کېدو وروسته په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه پښتون مېشتو ښارونو کې په پراخه کچه احتجاجونه وشول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام اباد کې اوږده احتجاجي ناسته وکړه او په غوښتنو کې یې دا هم شامل وو چې راو انوار دې ونیول شي او له قانون سره سم چلن دې ورسره وشي.

XS
SM
MD
LG