د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي له راوانوار سره د قانون مطابق چلند کېږي


راو انوار د نقیب الله محسود پر وژنه تورن دی.
راو انوار د نقیب الله محسود پر وژنه تورن دی.

پراګ ـ د کراچۍ د پولیسو ویاند عادل رشید د خالي پر ورځ مشال راډیو ته ویلي چې د ملیر سیمې د پولیسو د پخواني مشر راو انوار سره د قانون مطابق چلند کېږي. نوموړي دا څرګندونې د یو شمېر هغو اعتراضونو په ځواب کې کړي چې ولې یاد پولیس افیسر بغیر له هتکړو عدالت ته وړاندې کړل شوی دی؟

راو انوار د خالي پر ورځ په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شو. نوموړی د پولیسو په حفاظت کې عدالت ته په زغره بند ګاډي کې بوتلل شو او هتکړۍ ورته نه وې اچول شوې چې خلکو پرې سختې نیوکې کړي او غواړي چې له نوموړي سره دې د یو ملزم په څېر چلند وکړل شي.

په دې اړه د کراچۍ پولیسو ویاند عادل رشید د خالي پر ورځ مشال ریډ‌یو ته وویل له راو انوار سره د قانون مطابق چلند کیږي.

((په قانون کې پولیسو ته د هر کار لپاره په لیکلي بڼه هدایات ورکړل شوي وي چې تر مخه یې د هر ملزم سره چلند کوي. د مثال په توګه سیاستوالو یا د شپاړسم ګرېډ نه پورته سرکاري افسرانو لپاره یوه طریقه کار ورکړل شوی دی چې پکې د دوی خلاف په مقدمه یا تحقیقاتو کې له عامو ملزمانو سره فرق نه وي خو په نیولو او عدالت ته وړاندې کولو کې یې یو څه نرمي کیږي. باقي د پولیسو لخوا تر ټولو مهمه خبره د ملزم تحقیقات وي او د راو انوار تحقیقات اعلا پولیس افسرانو کړي چې پکې د هیڅ ډول فشار او یا له هغه سره د نرمۍ شک هم نشي کېدی.))

عادل رشید زیاته کړه چې د هر ملزم حفاظت کول د پولیسو ذمه واري ده او د هغه د مقدمې فېصله کول د عدالت کار دی.

بلخوا په دې مقدمه کې د نقیب الله محسود د کورنۍ لخوا د وکیلانو د ډلې یو غړی شریف خان کاکړ وايي عدالت ته د وړاندې کولو په وخت له راوانوار سره نرمي یا هغه ته هتکړۍ نه اچول لویه خبره نه ده او دوی هیله لري چې عدالت به په دې مقدمه کې انصاف کوي.

نوموړي وویل:

(( عدالتي کاروايي په سمه توګه روانه ده، مونږ له هغې هیڅ شکایت نه لرو. بل خلک وايي چې د راو انوار خلاف مرکزي ګواه له خپل بیان نه شاته شو نو دغه هم کومه لویه ستونزه نه ده. د ملزم خلاف تحقیقاتي رپورټ ډیر مضبوط دی او امید کوو چې که کوم خلايي مخلوق پکې لا سوهنه ونکړي نو راو انوار له سزا نشي بچ کېدلی.))

نقیب الله محسود د تېرې جنورۍ په ۱۳ مه په کراچۍ کې په مبینه پولیس مقابله کې وژل شوی وو او د هغه وخت پولیس افسر راو انوار ادعا کړې وه چې هغه ترهګر وو خو وروسته د نقیب کورنۍ او ځايي خلکو مظاهرې پیل کړې او ویې ویل چې هغه ترهګر نه وو او بې ګناه قتل شوی دی. وروسته تحقیقاتو هم دغه خبره ثابته کړه. دا پېښه د پښتون ژغورنې په نوم د یو غورځنګ جوړیدلو سبب ورګرځیده چې د یو شمیر نورو غوښتنو ترڅنګ د قانون مطابق د راوانوار د عدالتي سزا غوښتنه هم کوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG