د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې روس باید بېرته د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو په ډله کې شامل شي.
د ولسمشر ټرمپ دا وینا، هغه د امریکا له څو مهمو او له نږدې اتحادي هېوادونو سره په مخالف موقف کې دروي.
روس تر هغه وروسته چې په ۲۰۱۴م کال کې یې د کرېمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه بېل او له ځان سره يو ځای کړه او د اوکراین په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ له امله د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو له ګروپه وایستل شو.
خو ولسمشر ډونلد ټرمپ د جون پر اتمه مخکې تردې چې په کاناډا کې د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو غونډې ته ولاړ شي، سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې روس باید بېرته په دې ډله کې شامل شي.
د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو (G7) مشرانو په کاناډا کې خپله غونډه د جون په اتمه پېل کړې او نن به هم خبرې کوي.