د لاسرسي ځای

تازه خبر

نکولسن: په افغانستان کې د داعشیانو پرضد عملیات زیاتوو


د امریکایي او نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جان نکولسن.
د امریکایي او نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جان نکولسن.

په افغانستان د امریکایي او نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جان نکولسن ویلي د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا له طالبانو سره د اعلان کړې جنګ بندۍ پر مهال به د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد عملیات زیات کړي.

نوموړي په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې د جون په اتمه خبریالانو ته ویلي چې له طالبانو او حقاني شبکې سره د اوربند پر مهال به د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد عملیات نه یوزاې دوام ولري بلکې زیات به شي.

دا له هغې وروسته ده چې افغان ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د روژې او اختر پر مهال د جون له ۱۲مې تر شلمې نېټې له طالبانو او حقاني شبکې سره د حکومتي ځواکونه لخوا اوربند وي.

XS
SM
MD
LG