وروسته له دې چې ایران د یورینیمو د غني کولو د صلاحیت لوړولو اعلان وکړ، امریکا خبرداری ورکړی واشنګټن به ایران له د اټومي وسلو د جوړولو اجازه ورنکړي.
د چارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو په خپل ټویټر پاڼه ولیکل،موږ د ایران له خوا د یورینیمو د غني کولو د صلاحیت لوړولو په اړه راپورونه څارو او موږ به ایران له د اټومي وسلو جوړولو اجازه ورنکړو.
د مایک پومپېو وروسته له هغې مخې ته راغلی کله چې ایران وویل د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په حکم به روانه میاشت به د نتانز په اټومي مرکز کې به د یورینیمو د غني کولو د صلاحیت لوړلو بهیر پیل کړي.