د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرلي پرلت منتظمین نیول شوي


د هدفي وژنو ضد د مې په نیمايي کې هم په میرلي کې مظاهرې او پرلت شوی وو
د هدفي وژنو ضد د مې په نیمايي کې هم په میرلي کې مظاهرې او پرلت شوی وو

پراګ - د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، د جون د اوومې پیشلمي (پیشمني) مهال امنیتي ځواکونو د میرلي پر پرلتوالو تشدد کړی او پینځه منتظمین یې نیولي دي چې پکې د وزیرستان د ځوانانو ټولنې مشر نور اسلم داوړ هم شامل دی.

یوه لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې یا زیارت پر سهار وختي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د شپې تر یوې بجې وروسته امنیتي سرتېرو هغه مهال د پرلت مشران ونیول چې دوی د میرلي په څلورلاره کې ناست ول او زیاتره خلک د پیشلمي لپاره کورونو ته تللي ول.

چارواکی وايي، ځواکونو نیولي کسان وروسته انتظامیې ته سپارلي او د تاوتریخوالي په پېښه کې ځېنې کسان ژوبل شوي دي.

ځايي خلک وايي، تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په میرلي څلورلاره او خواوشا سیمه کې کرفیو لګولې. خو انتظامي چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې هېڅ ګرځبندیز نشته.

مشال راډیو هڅه وکړه چې د پرلتوالو د تیت و پرکولو یا منتشرولو پر وخت د تشدد د پېښې په اړه د امنیتي ځواکونو له چارواکو سره خبرې وکړي، خو بریالۍ نشوه.

په عین وخت کې د شپې مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن داوړ هم په میرلي کې پرلت ته وینا وکړه او بیا هغوی له میرلي تر میرامشاه پوې لاریون وکړ.

داوړ په وټس ایپ مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي، میرلي ته په ستنېدو پر پرلتوالو تشدد شوی.

د میرلي مظاهره کوونکي له چارواکو غوښتنه کوي چې په سیمه کې دې امنیت پر ځای کړي او د هدفي وژنو مخه دې ونیسي.

په میرلي کې پرلت تېره اوونۍ د یو انتظامي افسر تر وژنې وروسته پیل شو. د مې تر نیمايي پورې هم هلته د هدفي وژنو ضد احتجاجي ناسته شوې وه.

اړوند موضوعات:

په شمالي وزیرستان کې نا امني ولې زیاته شوې؟

XS
SM
MD
LG