د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرلي کې په پنځمه ورځ هم پرلت روان دی


د شمالي وزیرستان ځوانانو تېره میاشت هم احتجاجي ناسته کړې وه.
د شمالي وزیرستان ځوانانو تېره میاشت هم احتجاجي ناسته کړې وه.

پراګ ـ د شمالي وزیرستان په میرلي سیمه کې د جون په دوهمه پیل شوی پرلت نن چارشنبې پر ورځ هم دوام لري. پرلتوال غوښتنه لري چې په سیمه کې دایمي امن غواړي او حکومت دې د هدفي وژنو مخه ونیسي.

دا احتجاجي ناسته د وزیرستان ځوانانو یوې ټولنې (یوت اف وزیرستان) لخوا پیل شوې ده. د دې ټولنې ویاند اسرارالله داوړ په سېشنبه مشال راډیو ته وویل دمګړۍ به یې احتجاج روان وي.

''په میرلي چوک باندې پرلت روان دی، ټولو دا پرېکړه کړې ده چې دا به د پوځ د مشر تر راتلو پورې جاري وي. موږ به د پوځ له مشر سره مذاکرات کوو.''

اسرارالله داوړ دا هم وویل چې پرلت ته د روانو خلکو مخه نیول کېږي او هغوی ځورول کېږي، دا دې بند کړل شي. ​

دغه پرلت ته بېګا ناوخته منظور پښتین او نورو کسانو په خپلو ویناوو کې وویل چې حکومت او پوځ دې د دوی غوښتنې ومني. د پاکستان پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور د دوشنبې پر ورځ ویلي ول، د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې منل شوې دي.هلته د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د یکشنبې پر ورځ د پښتون تحفظ مومنټ پر غړیو او پلویانو د شوي تشدد او ډزو په غبرګون په پېښور کې د یاد غورځنګ احتجاجي ناسته دوام لري.

XS
SM
MD
LG