د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ لوبډلې له بنګله دېشه د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله


په هند کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بنګله دیش ته له دې هېواد سره په خپله دویمه لوبه کې په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

د افغانستان په کوربه توب د دواړو هېوادونو د شل اوریزو لوبو د لړۍ دویمه لوبه د سېشنبې په شپه د هند د دیرادون په راجیو ګاندي لوبغالي کې وشوه.

بنګله دیش لومړی د توپوهنې پریکړه وکړه او په شل اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې ۱۳۵ منډې هدف وټاکه.

افغانستان د ۱۸ اور په پای کې د څلور لوبغاړو په سوځیدو ټاکلی هدف پوره کړ او په دې توګه یې له بنګله دیشه د درې شل اوریزو لوبو سیالي هم وګټله.

د بنګله دیش او افغانستان د لوبډلو دریمه او وروستۍ لوبه د جون په اومه نېټه یعنې د پنحشبې په ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان د جون له ۱۴ مې تر ۱۸ مې نیټې پورې له هند سره تاریخي ټیسټ لوبه هم په مخکې لري.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG