د جرمني وزیر اعظمې ویلي، له خپل اسرایلي سیال سره موافقه ده چې په منځني ختیځ کې د ایران فعالیتونه د اسرایلو امنیت ته یو ګواښ دی.
انګیلا مېرکل دا خبرې د دوشنبې په ورځ د اسرایلو له وزیر اعظم بینیامین نتنیاهو سره کولې چې اروپا ته په څلور ورځني سفر دی.
د نوموړي د سفر موخه د ایران او جهاني قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال اټومي تړون کې د اصلاحاتو او هم له شامه د ایرانيو ځواکونو د ایستلو په اړه ملاتړ راټول کړي.
مېرکل له خپل اسرایلي سیال سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دا ومنله چې په سیمه کې د ایران فعالیتونه د اسرایلو امنیت ته د اندېښنې وړ دي.
وزیر اعظم بینیامین نتنیاهو به په دې سفر کې د بریتانیا او فرانسې له مشرانو سره هم وګوري.
نوموړي د جون پر درېمه د خپلې کابینې په غونډه کې ټینګار کړی وو چې د شام په هره برخه کې د ایران پوځي ځواک د جوړېدو پر وړاندې د اسرایلو د اقدام ازادي خوندي ده او خوندي به وي.
د اسرایلو وزیر اعظم بینیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ په برلین کې ګډې خبري غونډې ته خپل دریځ یو وار بیا تکرار کړ چې ایران باید له شامه ووځي.
نوموړي وویل:
"دا زموږ دریځ دی او فکر کوم موږ باید سره یو شو، ایران چې په نړۍ کې د ترهګرۍ اصلي ملاتړی دی، د یرغل پروړاندې ودرېږو."
په سوریه کې د ایران پوځي سلاکارانو او متحدې ملېشې یې د سوریې ولسمشر بشار الاسد حکومت ته د سني یاغیانو پروړاندې د اووه کلنې کورنۍ جګړې پر مهال ملاتړ کړی دی.
اسرایل وېره لري چې کله د سوریې جګړه سړه شي، نو ایران به اسرائیل ته چې سخت رقیبیې دی، مخه کړي.
په همدې حال کې د ایران په اټومي تړون کې د اصلاحاتو راوستلو په برخه کې د اسرائیل صدراعظم د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د څرګندونو ملاتړ کوي چې وایي، دغه تړون اصلاحاتو ته اړتیا لري.
د امریکا ولسمشر په همدې دلیل د مې پر اتمه نېټه اعلان وکړ چې هېواد بهیې د ایران او شپږو سترو قدرتونو ترمنځ د لاسلیک شوي اټمي تړون څخه ووځي.
دا تړون په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوی و چې له مخې یې ایران باید پر دغه هېواد د لوېدیځو بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې خپل اټمي پروګرام محدود کړی وی.
ډونالد ټرمپ ادعا کوي چې تهران په منځني ختیځ کې د یاغیانو په ملاتړ او هم د بالیستیک توغندویو د ازموینې په دوام سره د دغه تړون له موادو سرغړونه کړې ده.
اسرایل د ولسمشر ټرمپ د دغه اقدام په ملاتړ سره وایي چې له ایرانه د بندېزونو لیرېکول تهران ته لار هواروي چې په منځني ختیځ کې خپل شتون پیاوړی کړي.
اسرایل هیله ښیي چې د امریکا پرېکړه د دغه تړون ټول اړخونه دې ته وهڅوي چې د هغه څه په اړه بحث وکړي چې اسرایل یې په دې تړون کې نیمګړتیاوې بولي.
د ایران د اټومي تړون نورو برخهوالو بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني ویلي چې دوی به دې تړون ته ژمن پاتې شي.