د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران د نويو بندېزونو اعلان وکړ


مایک پامپیو
مایک پامپیو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران د امریکا د نويو سختو بندیزونو لګولو اعلان تر څنګ وویل چې دا هېواد په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

هغه د افغان طالبانو نوم هم واخیست او و یې‌ ویل:

"ایران باید د افغان طالبانو او په سیمه کې د نورو ترهګرو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي او په خپله خاوره کې د القاعده لوړپوړو مشرانو ته پناه ورنه‎کړي."

دا د ایران په وړاندې د امریکا د بهرني سیاست د نوې تګ‎لارې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو څرګندونې وې چې په واشنګټن کې په هریتیج تحقیقاتي مرکز کې د وینا په ترڅ کې یې وکړي.

پامپیو په سیمه کې د ایران د رژیم فعالیتونو ته چې امریکا او یو شمېر نور متحدین‌یې ورانکاره فعالیتونه بولي، په اشاره وویل:

"د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک باید په منځني ختیځ او نړۍ کې د ترهګرو او نورو متحدو وسله‎والو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه وینا شااوخوا دوه اوونۍ تر هغه وروسته کوي چې امریکا د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ ز کال له اټومي تړونه ووت.

له دغه تړونه په وتلو سره پر ایران د امریکا هغه بندېزونه چې د دغه تړون په لاسلیک کېدو سره‌ یې لیرې کړي وو، بیرته لګول کېږي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل چې واشنګټن به پر ایران له دې زیات دومره قوي بندیزونه ولګوي چې په جاري کېدو سره به‎یې په تاریخ کې پر دې هېواد نه‎وي لګول شوي.

د پامپیو په وینا که د ایران رژیم خپله لاره بدله نه‎کړي د دغو بندیزونو اغېز به ډېر دردونکې وي.

مایک پامپیو
مایک پامپیو

دی وايي:

"موږ به د ایران پر رژیم بې‌ساری مالي فشار عملي کړو. په تهران کې مشران دې زموږ په جدیت کې هېڅ‌راز شک نه‎لري. د امریکا د خزانې په وزارت کې زموږ له همکارانو مننه کوم چې بندیزونه‌یې ولګول او اوس په بشړ ډول عملي کېږي."

پامپیو ایران ته د ۱۲ فقرو شرطونه کېښودل چې دا هېواد یې باید پوره کړي، تر څو واشنګټن ورسره پر نوي اټمي تړون موافقه وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې په ایران کې چارواکي باید زموږ د ادارې پر ارادې شک ونه‎کړي.

د هغه په وینا پر ایران د نویو بندیزونو د جاري کېدو په صورت کې به د دې هېواد ډېرې هڅې پر دې څرخي چې خپل اقتصاد وژغوري او د هغه د ثبات او په سیمه لکه په لبنان، سوریه، عراق او یمن کې به له ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ ترمنځ یوه لاره غوره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې که ایران ستر بدلونونه راوستل، متحده ایالات به پر دې هېواد ټول بندیزونه لیرې کړي.

له ایران سره د نړۍ د پیاوړو قدرتونو له اټمي تړونه د امریکا له وتلو سره د دې هېواد د خزانې وزارت اروپایي شرکتونو ته چې له ایران سره‌یې سوداګري پیل کړې یا په دې هېواد کې پانګونه کوي، ۹۰ ورځې وخت ورکړی چې خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.

خو د اروپایي ټولنې مشرانو چې له ایران سره یوځای یې ژمنه کړې چې دغه تړون به ساتي، پر ځینو لارو چارو غور کوي چې د امریکا د بندیزونو له خطرونو خپل شرکتونه وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG