جنوبي کوریا د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه اعلان هرکلې کړی دی چې پکې نوموړې ویلي د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره سرمشریزه بحال شوې ده.
د جنوبي کوریا ولسمشر مون جائ این دفتر نن په یو بیان کې ویلي، د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د سرمشریزې لپاره لارې چارې غځيدلې او پیاوړي شوې دي.
د جنوبي کوریا لخوا دا بیان له هغه یوه ورځ وروسته مخې ته راغلې چې ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼی کې د شمالي کوریا له یو لوړ پوړي استازې سره تر خبرو وروسته د سرمشریزې په اړه اعلان وکړ. ولسمشر ټرمپ د جون پر لومړۍ نیټه ویلي، له کیم سره به یې سرمشریزه د ټاکلې نیټي مطابق یانې د جون پر ۱۲مه په سینګاپور کې کیږي.