د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاناډا عدالت امر کړی چې جوشوا بوایل دې خوشی شي


جوشوا بوایل
جوشوا بوایل

د کېنډا د یو عدالت جج پرون حکم ورکړی چې د طالبانو پخوانی بندي جوشوا بوایل به تر سختو شرایطو لاندې د کېنډا له یو جیله خوشې کړل شي.

په دې شرایطو کې په لاس تړلې د څار یوه ایکټرانیکي اله یا برېسلیټ ترڅنګ دا هم شامل دي چې بوایل به په اونټاریو ریاست کې له خپل مور پلار سره وي او پاسپورټ به یې تسلیم وي.

تیرکال په افغانستان کې ترخوشي کېدو وروسته بوایل د جنسي تیریو په ګډون له یو شمیر جرمونو سره مخ شوی دی.

دا مبینه جرمونه د تیرکال په پایې کې هغه مهال مخې ته راغله چې بوایل او د هغه امریکايي میرمن کېتلین کولمېن کېنډا ته بیرته ولاړه.

د اونټاریو عدالت جج رابرټ وېډن د ضمانت دا پریکړه کړې ده. بوایل او د هغه میرمن په ۲۰۱۲م کال کې له طالبانو سره اړه لرونکی ډلې بندې کړي وو.

د بند پرمهال د بوایل درې ماشومان هم پیدا شوې وو. دا کورنی په تیر اکتوبر میاشت کې پاکستاني ځواکونو ژغورلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG