د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او هند په کشمیر کې د تاوتریخوالي پر کمېدو موافقه وکړه


د پاکستان او هند پوځونو په یوه بې‌ساري اقدام سره د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کنټرول کرښه کې د تاوتریخوالي پر کمېدو موافقه وکړه.

په دغې سیمه کې د روان کال له پیله د جګړو په ترڅ کې لسګونه ملکي او پوځي کسان وژل شوي دي.

دواړو هېوادونو په تقریباً ورته اعلامیو کې راغلي چې دا موافقه د دواړو هېوادونو د پوځي عملیاتو د مشرانو ترمنځ د اړیکو په نتیجه کې پرون سې شنبه ناوخته شوې ده.

د پاکستان او هند پوځونو په خپلو اعلامیو کې ویلي چې دواړو لورو د ۲۰۰۳ کال د اوربند پر بشپړ عملي کېدو موافقه وکړه.

هند او پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه تر خپلواکۍ اخيستلو راهیسې درې ځله په خپلو کې سختې جګړې کړي چې دوه جګړې یې د کشمیر پر سر وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG