د لاسرسي ځای

تازه خبر

څېړونکې ډلې ویلي د ملایشیا الوتکه په روسي توغندي ویشتل شوې وه


څېړونکي د یادې الوتکې د لوېدو پر ځای
څېړونکي د یادې الوتکې د لوېدو پر ځای

د هالېنډ په مشرۍ ګډه تحقیقاتي ډله په دې نتیجه رسیدلې ده چې په۲۰۱۴م کال کې په اوکراین کې د ملایشیا الوتکه د کوم میزایل له ګزاره راپریوتې وه.

یادې ډلې ویلي چې دا الوتکه د روس د انټي ایرکرافټ میزایل بریګیډ له خوا ویشتل شوې وه.

په دې تحقیقاتي ډله کې د اسټریلیا ، بیلجیم ، ملایشیا ، هالېنډ او اوکراین چارواکي شامل دي.

پرون د دې ډلې مشر پلټونکي ویلبر پاؤلسین د نیدر لینډ په اتریخت ښار کې یوې خبرې غونډې ته وویل ــ ګډه تحقیقاتي ډله دې نتیجې ته رسیدلې چې د بک نومې میزایل د روسیې د ځواکونو د ۵۳ بریګیډ له خوا ویشتل شوی وو ، چې د ملایشیا ایم ایچ اووه لس جهاز يي راغورزولی وو.

دا الوتکه د اوکراین په دوینسک سیمه کې د ۲۰۱۴م د جولایي پر ۱۷مه راغورزول شوې وه چې په نتیجه کې په جهاز کې سپاره ټول ۲۹۸ کسان وژل شوي وو.

د تحقیقاتي ډلې تر خبري غونډه وروسته د روس د دفاع وزیر ټینګار کړی دی چې د جهاز د راغورځولو لهپیښې سره هیڅ کار نه لري.

د روس د بهرنیو چارو وزرات ویلي د تحقیقاتي ډلې نتیجې د بلاګ لیکونکیو له خوا په وړاندی شویو جعلي مالوماتو ولاړی دي ، او د مقدمې په اړه د ماسکو له خوا ورکړل شوي مالومات تر ډیره حده له پامه غورځول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG