د هالند په مشرۍ د نړیوالو جنايي پلټنو نتيجه ښيي هغه بک توغندی چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې يې په اوکراين کې د ماليزيا الوتکه ويشتلې وه، د روسیې د ۵۳م الوتکو ضد توغندي له غونډ څخه دی.
ګډ پلټونکی ټيم يا «TIJ» د استراليا، بلجيم، ماليزیا، هالند او اوکراين له چارواکو جوړ دی.
دوی دا اعلان نن په هالند کې په يوه خبري کنفرانس کې وکړ.
«MH17» د ۲۰۱۴ میلادي کال په جولای مياشت کې د اوکراين په دونڅک سیمه کې وويشتل شوه چې پهکې ټول سپاره ۲۹۸ کسان ووژل شول.
روسيه د «MH17» د وېشتلو تورونه ردوي.