د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې د زهرجنو پوڅکیو خوړولو ۱۱تنه وژل شوي


په پوڅکیو کې زهرجنې هغه هم وي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د روغتیا وزارت چارواکو په حواله د دوشنبې په ورځ ویلي چې په هغه هېواد کې د ځنګلي پوڅکۍ خوړولو له وجې ۱۱تنه مړه شوي دي.

د ایران رسنۍ وايي، د دې له وجې تر ۸۰۰ زیات کسان ناروغه شوي دي.

چارواکو زیاته کړه چې د ځنګلي خریړو خوړولو له وجې تر ۲۰۰ زیات کسان په روغتونونو کې داخل شوي دي او په روغتونونو کې د داسې قسمه د زهرجنو خوړو د درملنې هېڅ بندوبست نه شته.

د تسنیم خبري اژانس ترمخه، په ایران کې د پسرلې بارانونو وروسته د هغه هېواد په مغربي غریزو سیمو کې د خرېړو پېداوار زیات کېږي.

د بي بي سي په یو راپور کې ویل شوي، د ایران خلکو ته خواست شوی دی چې یوازې دې له دکانونو په پېکټو کې بند خرېړي اخلي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG