د لاسرسي ځای

تازه خبر

''پاکستان او افغانستان په ګډه کار کولو ته سلا شوي دي''


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د افغانستان او پاکستان د لوړ پوړیو چارواکیو ترمنځ په وروستۍ غونډه کې چې په اسلام اباد کې وشوه، دواړه خواوې په ګډه کار کولو ته رضا شوي.

ډاکټر فیصل په جکارته کې د انډونیزیا، افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ خبرې هم د ترهګرۍ ختمولو لپاره مهمې وبللې.

ډاکټر فیصل د پنجشنبې اونېزې خبري غونډې ته وویل چې کابل او اسلام اباد د سولې لپاره د عملي ګامونو په پورته کولو رضا شوي دي. نوموړي دا څرګندونې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د لوړ پوړیو چارواکیو ترمنځ د سولې لپاره د ترسره شویو خبروپس کولې. د مې په ۱۴ مه د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یوه پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان خارجه سکرېترې تهمینه جنجوعه په مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره په یوه غونډه کې کتلي ول.

ډاکټر محمد فیصل وايي د پرمختګ دا ګام کابل ته د پاکستاني وزیراعظم تر سفر وروسته پورته شوی دی.

''د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ترمنځ په کابل کې چې په کومو اوو اصولو موافقه شوې وه، تر مخې یې دواړه لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې پر کړنلاره جوړولو موافقې ته رسېدلي ول. په اوسنۍ غونډه کې فیصله وشوه چې په دې به ډېر ژر کار پیل شي.''

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د مې په څوارلسمه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره د دوه اړخيزو همکاريوو پلان يې بشپړ کړی دی. د خبرپاڼې تر مخه د دې پلان لاندې به شپږ کاري ډلې په بېلابېلو برخو کې شريک کار کوي.

ډاکټر فیصل په خبري غونډه کې دا هم وویل چې په جکارتا کې د پاکستان، افغانستان او د اندونیزیا د دیني عالمانو ترمنځ شوې غونډه د ترهګرۍ ختمولو لپاره ډېره مهمه وه:

''د انډونیزیا ولسمشر پاکستان ته د سفر پر مهال دغه وړاندیز کړی وو. له دې وروسته زموږ دیني عالمان هلته لاړل. هلته ګټورې خبرې وشوې. د دغو خبرو لاس ته راوړنه هم د یو سند په توګه مخې ته راغلې ده. دا د ترهګرۍ خلاف زموږ د علماوو هڅه ده، چې پیل یې د اندونیریا ولسمشر کړی وو.''

د یادونې وړ ده چې د مې په ۱۱ مه د انډونيزيا، پاکستان او افغانستان ديني عالمانو غونډه د انډونیزیا پلازمېنې جکارتا ته نږدې په بوګور ښار کې شوې وه. له غونډې ورسته په خپاره کړي پرېکړه لیک کې ویل شوي وو چې ځانمرګي بریدونه، تشدد، ترهګري او پر عامو خلکو بریدونه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي. په پرېکړه لیک کې دا هم ویل شوي ول چې د جګړې ټول ښکېل اړخونه باید د قرآنکریم له سپارښتنې سره سم، د سولې مستقیمو خبرو ته کښېني.

نور راپورنه

افغانستان او پاکستان د شريکو همکاریوو پلان بشپړ کړ

پاکستان او افغانستان پر تجارتي همکارۍ سلا شوي

اتمر: پاکستان دې افغان سوله نه منونکي طالبان وباسي

عباسي: افغانستان کې به ډېر ژر امنيت راشي

XS
SM
MD
LG