د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان پر تجارتي همکارۍ سلا شوي


د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د تجارت په اړه دوه ورځني مزاکرات پرون په اسلام اباد کې پای ته ورسېدل.

په مزاکراتو کې د پاکستانۍ ډلې مشري د تجارت سېکرېټري محمد یونس ډاګها او د افغانستان د ډلې مشري د تجارت مرستیالې وزیرې کمیلا صدیقي کوله.

په دې خبرو اترو کې دواړه غاړې پر دې سلا شوې دي چې د دوه اړخیز تجارت په وړاندې پراته خنډونه به په ګډه له منځه وړي.

دوي پر تازه سبزیو او میوو د ټېکس ختمولو په اړه هم خبرې اترې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د دې لپاره به اداري چارې نورې ګړندۍ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په جنوري کې د خېبرپښتونخوا د چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري مشر زاهدالله شېنواري ویلي وو چې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د تاوتریخوالي له کبله دوه اړخیز کلنی تجارت له دوه نیم اربه ډالرو څخه یوازې ۵۰۰ میلینونه ډالرو ته را ټیټ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG