د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتمر: پاکستان دې افغان سوله نه منونکي طالبان وباسي


افغان حکومت وايي، یوازېنۍ غوښتنه یې له پاکستانه دا ده چې سولې ته نه حاضریدونکي طالبان له خپلې خاورې وباسي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون پنجشنبې دا غوښتنه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې یاده کړه.

نوموړي په پنجشنبه د روسیې په سوچي ښار کې د لوړپوړو امنیتي چارواکو په نهم امنیتي کنفرانس کې برخه اخېستې وه او زیاتوي چې د دوی د ستونزو اصلي سرچینه د پاکستان په سیاست او چلند پورې غوټه ده. دا داسې یوه ستونزه نه‎ ده چې یوازې افغان دولت پرې پوهېږي، بلکې ټولې نړۍ درک کړې ده.

دی زیاتوي چې له بدمرغه د افغانستان د دوی د ګاونډي هېواد پاکستان په لاس کې ده. او له اسلام اباده غواړي هغه طالبان چې خبرو ته نه حاضرېږي او افغان ولس وژني له خپلې خاورې وباسي. همدغه د افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د روسیې په سوچي ښار کې د لوړپوړو امنیتي چارواکو د نهم کنفرانس په څنډه کې له خپل پاکستاني سیال ناصر جنجوعه سره هم کتلي دي.

اتمر وویل، له جنجوعه سره پر هغو مسایلو وغږېد چې مارچ کې کابل ته د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي په سفر کې افغانستان او پاکستان موافقه پرې وکړه.

د یادولو ده چې د کابل او اسلام اباد حکومتونو د ترهګرو ډلو پرضد د یوې ګډې مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژمنو په عمليکېدو د څار لپاره د یوه میکانېزم پر جوړولو هوکړه کړې وه.

دوی دواړو د وري (حمل) په ۱۷مه په ارګ کې سره وکتل او دا موافقه یې هم وکړه چې د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزیران د سولې او یووالي لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان بشپړ کړي.

اخوا په ناټو کې د امریکا سفیرې کي بیلي هاچیسون په پنجشنبه ویلي اوس یې وخت را رسېدلی چې پاکستان د افغان سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو ریښتینی کردار ادا کړي.

کي بیلي هاچیسون په بروکسل کې ازادي راډيو ته وویل، پاکستان دا توان لري، چې افغانستان ته د ترهګرو د ورتګ مخه ونیسي.

نوموړې وايي:

"زه فکر کوم پاکستان باید په ‎دې پوه شي چې دا هېواد د نړیوالې ټولنې له‎‌خوا د ګوښه کېدو له خطر سره مخامخ دی، نړیواله ټولنه غواړي افغانستان باثباته کړي او له پاکستانه غواړي چې په‎دې برخه کې مخکښ رول ولوبوي."

کي بیلي هاچیسون
کي بیلي هاچیسون

که څه هم پاکستاني چارواکي وايي چې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره یې هڅې کړي، خو افغان او امریکايي چارواکي دا هڅې کافي نه بولي او وايي چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې امن پټنځایونه لري.

امریکا د روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې د طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د نه ځپلو په دلیل په پاکستان خپلې امنیتي مرستې وځنډولې.

پاکستان وايي، له ترهګرو سره په مبارزه کې یې زیاته قرباني ورکړې او دا تورونه چې ګواکې دا هېواد ترهګرو ته ځالې ورکوي ناسم دي.

صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG