د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان د شريکو همکاریوو پلان بشپړ کړ


حکمت خليل کرزی او تهمينه جنجوعه
حکمت خليل کرزی او تهمينه جنجوعه

د پاکستان او افغانستان بهرنيوو چارو وزارتونو پلاوو نن په اسلام اباد کې تر ملاقات وروسته په يوه ګډه خبرپاڼه کې وويل چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره د دوه اړخيزو همکاريوو پلان يې بشپړ کړی دی.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د می په څوارلسمه خپرې کړې خبرپاڼه کې پرون زياته کړه چې دوشنبې په ورځ د افغانستان بهرنيوو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي په اسلام اباد کې د بهرنيوو چارو سيکريټري تهمينه جنجوعه سره په دې اړه خبرې پوره کړي. د خبرپاڼې تر مخه د دې پلان لاندې به شپږ کاري ډلې په بېلابېلو برخو کې شريک کار کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني نن مشال راډيو ته وويل چې دواړه لوري پر دې سلا شوې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې نيزدې همکاريوو ته دوام ورکړي. ((د دواړو لورو پلاوي موافق ول چې د سولي او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل ګډ پلان بشپړ او مؤثر عملي کیدل به مرسته وکړي دواړه هیوادونه ګډ هدف ته ورسیږي چې هغه د تروریزم له منځه وړل او سولي او ثبات ته د دواړو هیوادونو د خلکو رسیدل دي.))

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر محمد عمر زاخیلوال چې په دې غونډه کې یې ګډون درلود پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼه د دې پلان جوړولو مهم بللي او ستايلي يې دي. شکيب مستغني زياتوي چې د پاکستان او افغانستان شپږ کاري ډلې به په داسې مسايلو کار کوي چې دواړه خواوې يې په اړه اروزنې او شکايتونه لري.

((په دغو مسايلو کې امنيت، ترهګرۍ سره مبارزه، د تشدد کمولو لپاره د دواړو هېوادونو شريک کار، اقتصادي راکړې ورکړې زياتول، په پاکستان کې د مېشته کډوالو مسله او ځينې نورې خبرې شاملې دي. دغه شپږ ډلې به د دې پلان عملي کېدل له نيزدي څاري.))

د اپرېل په شپږمه نېټه د پاکستان وزيراعظم شاهد خااقان عباسي کابل ته تللی وو. هلته یې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره سلا کړې وه چې د ترهګرۍ سره مبارزې لپاره پېل کړی پلان به زر عملي کوي.

XS
SM
MD
LG